سیمه ییز خبرونه
د سويډن دفاع وزيره د خپلو سرتېرو د ليدنې په موخه بلخ ته راغلې ده
د سويډن د دفاع وزيره وايي، د امنيتي مسئوليتونو د لېږد پروخت په شمالي ولایتونو كې نا امنۍ ډېرې شوې دي.
دا له تېر يوه كال را په دېخوا د دفاع د وزيرې په توګه تر ټاكل كېدو وروسته بلخ ته د مېرمن كرن انستروم لومړى سفر دى.
نوموړې وايي، د شمال د امنيتي وضعيت د ارزونې او خپلو سرتېرو د ليدنې په موخه دغه ځاى ته راغلې ده.
د سويډن د دفاع وزيره همدارنګه وايي، په تېر يوه كال كې د امنيتي مسئوليتونو د لېږد پروخت په شمال كې د وسله والو مخالفينو فعاليتونو پراختيا موندلې او افغان ځواكونه د پخوا په پرتله پياوړي شوي دي.
د سويډن د دفاع وزيره كرين اينستروم زیاتوي، چې مونږ د افغانستان په شمال كې د بريدونو او نا امنيو د ډېروالي شاهدان يو، خو د لېږد بهير منل شوى، افغان ځواكونه ترپخوا ډېر قوي شوي او موږ بايد د خپلو پروګرامونو په تطبيق كې له حوصلې كار واخلو او جدي كار وكړو.
د سويډن د دفاع وزيره وايي، هېواد يې په افغانستان كې امنيت او ثبات ته لېواله دى او له همدې امله غواړي اوږده موده په دې ځاى كې پاتې شي.
هغه زیاتوي، له ۲۰۱۴ م كال وروسته په افغانستان كې د سويډن پوځي ماموريت روزنيز ته بدلون مومي، خو د سويډن حكومت له خپلو مخالفو ګوندونو سره په خبرو بوخت دى، چې له ۲۰۱۴ م كال وروسته هم يو شمېر سرتېري په افغانستان كې پاتې شي.
نوموړې وویل، له افغانستان سره د همكارۍ د دوام په اړه له مخالفو ګوندونو سره د سويډن حكومت د خبرو برياليتوب په دې پورې هم اړه لري، چې په افغانستان كې رڼې او عادلانه ټاكنې ترسره شي، افغان دولت بايد كوښښ وكړي، چې راتلونكې ټاكنې د نوم ليكنې نيولې تر جوړېدو پورې عادلانه او رڼې وي.
سويډن د افغانستان په شمال كې ۴۵۰ سرتېري لري، چې په تېر يوه كال كې له نورو ولايتونو مزارشريف ته راټول شوي دي.
په افغانستان كې د سويډن سفير هم ټينګار كوي پر بشري مرستو سربېره هېواد يې په افغانستان او په ځانګړې توګه شمال كې په پرمختيايي برخه كې په كال كې ۱۳۰ ميليون ډالره مرسته كوي.
سیمه ییز خبرونه
پوتین د ولسمشرۍ بله ۶ کلنه لوړه وکړه
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سې شنبې پر ورځ د غویی اتلسمه په کرملین ماڼۍ کې د یو لړ مراسمو پر مهال د دغه هېواد د ولسمشر په توګه خپل نوی شپږ کلن پېر پیل کړ.
پوتین له دې مخکې څلور ځله د روسیې د اساسي قانون د ساتنې لوړه کړې ده.
ولادیمیر پوتین له ۱۹۹۹ ز.کال راپدیخوا د روسیې په سیاسي ډګر کې د ولسمشر یا لومړي وزیر په توګه خپل واک ساتلی دی.
۷۱ کلن پوتین په تېر مارچ کې د روسیې د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی وپېژندل شو.
د هغه تر ټولو نومیالی سیال الکسي ناوالني یوه میاشت مخکې د شمالي قطب په یوه زندان کې ناڅاپه مړ شو.
د الکسي ناوالني میرمنې په یوټیوب کې د ولسمشرۍ د لوړې له مراسمو مخکې یوه ویډیو خپره کړه؛ پوتین یې ظالم او قاتل یاد کړی او له پلویانو یې وغوښتل، چې د پوتین پر وړاندې مبارزه روانه وساتي.
امریکا، بریټانیا او یو شمېر نورو هېوادونو د پوتین د لوړې له مراسمو ډده کړی ده.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو میلر د دوشنبې پر ورځ ویلي: مونږ به د هغه د لوړې په مراسمو کې استازی ونلرو. مونږ د [روسیې] ټاکنې ازادې او عادلانه نه ګڼو؛ خو پوتین د روسیې ولسمشر دی او په اټکل کیږي، چې خپل کار به روان وساتي.
د آلمان خبري آژانس او د اروپايي اتحاديې د ډيپلوماتانو د څرګندونو له مخې؛ ځينو هېوادونو لکه فرانسې، هنګري او سلواکیا د پوتين د لوړې مراسمو ته د اړیکو د ساتلو لپاره خپل استازي استولي دي.
ولادیمیر پوتین، چې لږ تر لږه ۲۵ کاله په واک کې پاتې دی؛ تر ۲۰۳۰ پورې به د روسیې د ولسمشر په توګه خپلې دندې ترسره کوي.
سیمه ییز خبرونه
په هر حال پر رفح برید شونی دی – نتانیاهو
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې؛ که د اوبند او یرغمل خوشې کولو هوکړه وشی او که نه، اسرائیل به د غزې په جنوبي ښار رفح کې د حماس پر ضد خپل عملیات ترسره کوي.
نتانیاهو د خپل دفتر په خبرپاڼه کې څرګنده کړې: دا نظر، چې مونږ به د ټولو اهدافو ترلاسه کولو مخکې جګړه دروو؛ پر بحث او خبرو نه ارزي.
سیمه ییز خبرونه
د دوبۍ واکمن د هوایي ډګر د نوي ټرمینل جوړولو لپاره ۳۵ میلیارډ ډالر تصویب کړل
د دوبۍ واکمن شیخ محمد بن راشد آل مکتوم د یکشنبې پر ورځ په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ د آل مکتوم نړیوال هوایي ډګر د مسافرینو د نوي ترمینل جوړولو لپاره ۱۲۸ میلیارډ درهم ( ۳۴ اعشاریه ۸۵ میلیارډ ډالر) تصویب شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې؛ د آل مکتوم نړیوال هوایي ډګر په نړۍ کې ترټولو لوی دی، چې د ۲۶۰ میلیون مسافرینو وړتیا لري او له دوبۍ نړیوال هوایي ډګر څخه به پېنځه چنده لوی وي.
دغه راز څرګنده شوې، چې په راتلونکیو کلونو کې به د دوبۍ هوایي ډګر ټول عملیات آل مکتوم ته ولیږدول شي.
د آل مکتوم هوايي ډګر به د ټرمینل ۴۰۰ دروازې او پېنځه ځغاستلیکې هم ولري.
د دوبۍ د اماراتو دولتي هوايي شرکت رییس شیخ احمد بن سعید آل مکتوم ویلي: دا هوايي ډګر به د اماراتو او د هغه د خور د لږ لګښت لرونکي هوايي شرکت فلای دوبۍ نوی کور وي او د ټولو هوايي شرکتونو له شریکانو سره، چې نړۍ له دوبۍ سره نښلوي؛ مل پاتې شي.
د دوبۍ د میډیا دفتر او د دوبۍ د هوایي ډګرونو اجرائیوي رییس پاول ګریفیټس څرګنده کړې؛ دا هڅه په نړۍ کې د هوایي چلند د مخکښ مرکز په توګه د دوبۍ موقعیت نور هم پیاوړی کوي.
-
تازه خبرونه2 days ago
الله ګل مجاهد د قتل پر تور ونیول شو
-
سوداگري5 days ago
ازبکستان او پاکستان د افغان ټرانس اوسپنېپټلۍ پروژې پر پیلېدا ټینګار څرګند کړ
-
لوبی5 days ago
ابو مسلم او عدالت فراه مساوي شول او میوند لوبډلې جوانان واحدي ته ۲ ګولونه ورکړل
-
تازه خبرونه2 days ago
په بغلان کې سېلابونو ۱۹۴۵ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې
-
سوداگري2 days ago
افغانستان او پاکستان د بار وړونکیو موټرو پر نوي ټرانسپورټي میکانیزم هوکړه وکړه
-
تازه خبرونه2 days ago
څو ایراني شرکتونو د افغانستان په کانونو کې د پانګونې پرېکړه وکړه – قدیر قیافه
-
تازه خبرونه24 hours ago
د اسلامي هېوادونو همکاریو ټولنې د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د مرستې غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه5 days ago
شهاب الدین دلاور او ورسره مل پلاوي د مس عینک کان له اړوند سیمو لیدنه وکړه