تازه خبرونه
د سپین بولدک بندر له څو میاشتني خنډ وروسته بیا پرانستل شو
د افغانستان او پاکستان تر منځ د سپین بولدک بندر له شپږ میاشتني ځنډ وروسته د ترافیکو پر مخ بیا پرانستل شو.
د کندهار والي دفتر ویلي، چې د یاد بندر د چارواکو تر منځ په یوه ګډه ناسته کې هوکړه شوې، چې دغه بندر د ترافیکو د تګ راتګ لپاره پرانستل شي.
دواړه لوریو هوکړه کړې، چې سر له جمعې دغه لاره د ترافیکو د تګ راتګ لپاره عادي بڼه خپله کړې ده.
پاکستانيو رسنیو څرګنده کړې، چې دغه بندر به په اوونۍ کې اووه ورځې د سهار له ۸ څخه د مازیګر تر ۵ بجو پرانستی وي.
سپین بولدک له تېرو ۶ میاشتو راپدیخوا د کرونا د خوریدو له کبله تړل شوی و.
د روانې میاشتې په لومړیو کې د کندهار او سپین بولدک ولسوالۍ سلګونه خلکو د افغان او پاکستان د بندر د ساتونکیو ترمنځ د نښتو پر ضد لاریون وکړ. چارواکو راپور ورکړ، چې په کې څو کسان ووژل شول او رامنځته شوی کړکېچ یې هم پخپل حال پاتې دی.
پاکستان د جولای په میاشت کې له سوداګریزو توکو بار موترو ته لاره پرانستله؛ خو مسافر او کارګران یې له ننوتلو څخه منع کړي وه. دې کار د کندهار اوسیدونکي راوپارول؛ ځکه، چې ډېري دا کسان د بندر دواړو خواوو کورنۍ او خپلوان لري او ځینې یې د کار لپاره هم تګ راتګ کوي.
په نولسمه پېړۍ کې د افغانستان او اوسني پاکستان تر منځ دیورند نومې کرښه د انګلیسانو له خوا راکښل شوې او پښتني سیمې یې په دوه برخو ووېشلې؛ خو افغان حکومتونو په رسمیت نده پېژندلې.