تازه خبرونه
د سپین بولدک بندر له څو میاشتني خنډ وروسته بیا پرانستل شو
د افغانستان او پاکستان تر منځ د سپین بولدک بندر له شپږ میاشتني ځنډ وروسته د ترافیکو پر مخ بیا پرانستل شو.
د کندهار والي دفتر ویلي، چې د یاد بندر د چارواکو تر منځ په یوه ګډه ناسته کې هوکړه شوې، چې دغه بندر د ترافیکو د تګ راتګ لپاره پرانستل شي.
دواړه لوریو هوکړه کړې، چې سر له جمعې دغه لاره د ترافیکو د تګ راتګ لپاره عادي بڼه خپله کړې ده.
پاکستانيو رسنیو څرګنده کړې، چې دغه بندر به په اوونۍ کې اووه ورځې د سهار له ۸ څخه د مازیګر تر ۵ بجو پرانستی وي.
سپین بولدک له تېرو ۶ میاشتو راپدیخوا د کرونا د خوریدو له کبله تړل شوی و.
د روانې میاشتې په لومړیو کې د کندهار او سپین بولدک ولسوالۍ سلګونه خلکو د افغان او پاکستان د بندر د ساتونکیو ترمنځ د نښتو پر ضد لاریون وکړ. چارواکو راپور ورکړ، چې په کې څو کسان ووژل شول او رامنځته شوی کړکېچ یې هم پخپل حال پاتې دی.
پاکستان د جولای په میاشت کې له سوداګریزو توکو بار موترو ته لاره پرانستله؛ خو مسافر او کارګران یې له ننوتلو څخه منع کړي وه. دې کار د کندهار اوسیدونکي راوپارول؛ ځکه، چې ډېري دا کسان د بندر دواړو خواوو کورنۍ او خپلوان لري او ځینې یې د کار لپاره هم تګ راتګ کوي.
په نولسمه پېړۍ کې د افغانستان او اوسني پاکستان تر منځ دیورند نومې کرښه د انګلیسانو له خوا راکښل شوې او پښتني سیمې یې په دوه برخو ووېشلې؛ خو افغان حکومتونو په رسمیت نده پېژندلې.
تازه خبرونه
د هند او افغانستان استازیو په بشکیک کې پر هراړخیزو همکاریو خبرې وکړې
په بشکیک کې د افغانستان سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې، چې تېره ورځ ترسره شوې؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د پراختیا ترڅنګ؛ د ویزو پر آسانتیاوو، روغتیا، سیاحت، پانګونې او بشري همکاریو بحث او خبرې شوې دي.
په بشکیک کې د افغانستان سفارت چارسمبالي عبدالشکور حقاني او په دې هېواد کې د هند جمهوریت سفیر بیرېندر سنگهـ د دواړو هېوادونو پر همکاریو خبرې کړې دي.
په بشکیک کې د افغانستان سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې، چې تېره ورځ ترسره شوې؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د پراختیا ترڅنګ؛ د ویزو پر آسانتیاوو، روغتیا، سیاحت، پانګونې او بشري همکاریو بحث او خبرې شوې دي.
ویل کیږي، چې دواړو لوریو تر منځ د متقابل باور د پیاوړتیا او ګډو همکاریو د پراخېدا پر اهمیت هم ټینګار وشو.
تازه خبرونه
د افغانستان د کابینې په څوارلسمه ناسته کې د پراختیایي بودجې د لګښت راپور ومنل شو
د ارګ د رسنیزې خبرپاڼې له مخې: په دې ناسته کې، چې پرون (دوشنبه) ترسره شوه؛ د پراختیایي بودجې د لګښت راپور تصویب شو او اړوند ادارو ته سپارښتنه وشوه، چې په پلان شویو پروژو کې پراختیایي بودجه پخپل وخت ولګوي او پراختیایي چارې په ښه توګه او له پلان سره سم ترسره کړي.
د افغانستان اسلامي امارت د رییسالوزراء ملا محمد حسن آخوند پر مشرۍ د کابینې په څوارلسمه ناسته کې د پراختیایي بودجې د لګښت راپور تائید او د هېواد د مهمو اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري مسلو په اړه بحث وشو او اړینې پریکړې وشوې.
د ارګ د رسنیزې خبرپاڼې له مخې: په دې ناسته کې، چې پرون (دوشنبه) ترسره شوه؛ د پراختیایي بودجې د لګښت راپور تصویب شو او اړوند ادارو ته سپارښتنه وشوه، چې په پلان شویو پروژو کې پراختیایي بودجه پخپل وخت ولګوي او پراختیایي چارې په ښه توګه او له پلان سره سم ترسره کړي.
ویل کیږي، چې په دې ناسته کې د کډوالو د ستونزو د حل په اړه هم بحث وشو او اړوند ادارو ته د دوی د ستونزو د حل لپاره د مناسبې حل لارې موندلو دنده وسپارل شوه.
تازه خبرونه
افغانستان د چاودېدونکو توکو له کبله د ډېرو تلفاتو لرونکو هېوادونو په نوملړ کې ونیول شو
د یوناما د راپور له مخې؛ ماشومان د دې ګواښونو تر ټولو ستر قربانیان دي او شاوخوا ۸۰ سلنه یې د ماینونو له کبله رامنځته شوي، چې ډېری وخت له نهچاودو مهماتو سره د لوبو پر مهال ټپیان کېږي او یا هم خپل ژوند له لاسه ورکوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) خبرداری ورکړی؛ افغانستان د نړۍ له هغو درې هېوادونو څخه دی، چې د چاودېدونکو توکو له کبله تر ټولو ډېر تلفات لري او اوس هم د جګړې ماینونه او نور توکي په بېلابېلو سیمو کې ناچاودي پاتې دي.
د یوناما د راپور له مخې؛ ماشومان د دې ګواښونو تر ټولو ستر قربانیان دي او شاوخوا ۸۰ سلنه یې د ماینونو له کبله رامنځته شوي، چې ډېری وخت له نهچاودو مهماتو سره د لوبو پر مهال ټپیان کېږي او یا هم خپل ژوند له لاسه ورکوي.
دغه بنسټ همدارنګه د هغو نادولتي ادارو مالي ملاتړ کوي، چې د ماینپاکۍ او د سیمو د خلکو د پوهاوي په برخه کې فعالیت کوي.
یوناما ویلي، چې دغه ادارې هره ورځ د ماینونو او د جګړې د نورو وژونکو پاتې شونو د پاکولو لپاره هڅې کوي او د پوهاوي د پروګرامونو له لارې خلک د شته خطرونو په اړه روزي.
یوناما ټینګار کړی، چې پوهاوی او ګډ اقدام کولی شي د افغانستان د خلکو ژوند وژغوري او د ټولنې امنیت وغځوي.
-
تازه خبرونه2 days agoپه افغانستان کې د سنتي نبوي طب پوهنځی منظور شو
-
لوبی2 days agoد ۲۰۲۶ آسیا فوټسال جام اته وروستۍ لوبډلې ځانګړې شوې
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد ایران د بندرعباس په یوه ودانۍ کې د ګاز ډبې د چاودنې له کبله ۱۶ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تازه خبرونه2 days agoد ګوزڼ په پیل شوي ملي کمپاین کې ۷.۳ میلیون ماشومان واکسین کېږي
-
تحول4 days agoتحول: د پاکستان په بلوچستان کې د بلوچ آزادي غوښتونکي پوځ همغږي بریدونه
-
تازه خبرونه1 day agoد افغانستان ملي پراختیا سټراټیژي له خطر سره مخ ده – یوانډيپي
-
تازه خبرونه2 days agoپه شانګهای همکاریو ټولنه کې د افغانستان فعال ګډون ممکن او عملي دی
-
تازه خبرونه2 days agoد اوبو غلي بحران او د میلیونونو کډوالو راستنېدا افغانستان له ګواښ سره مخ کړی
