تازه خبرونه
د سپین بولډک بندر له پرانستل کیدو سره سم زرګونه خلکو تګ راتګ وکړ
د شنبې پر ورځ د سپین بولدک بندر له خلاصیدو سره سم؛ زرګونه افغان او پاکستانیو ته له بندره د تېریدنې اجازه ورکړ شوه.
چارواکو دغه بندر د یوې ورځې لپاره په داسې حال کې پرانست، چې د روانې میاشتې په لومړیو کې د افغان او پاکستانیو ځواکونو تر منځ نښتې رامنځته شوې وې.
د پاکستان یوه سرحدي چارواکي د شنبې پر شپه دان ورځپاڼې ته ویلي، د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۵۰۰۰ کسان له سختو شرایطو سره له بندره واوښتل.
د جولای پر ۳۱ په سپین بولدک بندر کې له هغې وروسته تاوتریخوالی ډېر شو، چې پاکستانیو ځواکونو پر تېریدونکیو مسافرو توغندي وتوغول، چې په کې لږ تر لږه نهه ملکیان ووژل شول او ۵۰ نور یې ټپیان کړل.
د یادونې ده، چې په سلګونه افغانانو د پنجشنبې پر ورځ د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې پر اعتراض لای پورې کړ او د پاکستانیو ځواکونو لخوا یې توغندیز بریدون وغندل.
تازه خبرونه
د افغانستان اقتصادي وده روانه ده؛ خو د کورنیو عواید او د اوبو کمښت د اندېښنې وړ دي– نړیوال بانک
د نړیوال بانک په تازه راپور کې راغلي، چې په روان کال کې د افغانستان سرانه اقتصادي تولید ۳.۳ سلنه کم شوی او دا پرلهپسې درېیم کال دی، چې سرانه تولید په کې راټیټېږي.
نړیوال بانک ويلي؛ د افغانستان اقتصاد به په ۲۰۲۶ز.کال کې د کرنیزو حاصلاتو د ښهوالي له کبله درې سلنه وده وکړي؛ خو د سرانه عوایدو کمښت، د خوراکي توکو د بیو لوړوالی او د اوبو د کمښت زیاتېدا پر کورنیو فشارونه ډېر کړي دي.
د نړیوال بانک په تازه راپور کې راغلي، چې په روان کال کې د افغانستان سرانه اقتصادي تولید ۳.۳ سلنه کم شوی او دا پرلهپسې درېیم کال دی، چې سرانه تولید په کې راټیټېږي.
راپور زیاته کړې، چې د کاري فرصتونو کمښت او د خوراکي توکو د بیو لوړوالي د کورنیو د پېر ځواک کم کړی او شاوخوا ۱۵.۹ میلیون افغانان د ۲۰۲۶ز.کال په سپټمبر او اوکټوبر کې د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ ول.
نړیوال بانک همداراز ویلي، چې افغانستان له ۲۰۰۳زږکال راپدېخوا هر کال په منځني ډول شاوخوا ۴.۹ میلیارډ مټرمکعبه د خوږو اوبو زېرمې له لاسه ورکوي او په کابل کې د ځمکې لاندې اوبو ایستل د دغو زېرمو د طبیعي بیارغېدا له کچې نږدې څلور برابره زیات دي.
د دې بنسټ د اټکل له مخې؛ د افغانستان اقتصادي وده به په ۲۰۲۷ز.کال کې ۳.۳ او په ۲۰۲۸ز.کال کې ۳.۵ سلنې ته ورسېږي؛ خو له دې سره- سره به په ۲۰۲۸ز.کال کې سرانه تولید د ۲۰۲۴ز.کال پر پرتله شاوخوا اووه سلنه ټیټ وي.
د دولتي عوایدو په برخه کې، نړیوال بانک ویلي، چې د افغانستان کورني عواید د ۲۰۲۶ز. کال په لومړۍ نیمایي کې ۱۰.۲ سلنه زیات شوي دي. د کورنیو مالیاتو او غیرمالیاتي عوایدو زیاتوالي د ګمرکي عوایدو کموالی جبران کړی؛ خو له دې سره- سره عامه پانګونه اوس هم ټیټه ده او اټکل کېږي، چې په روان مالي کال کې د دولت پراختیايي لګښتونه د ناخالص کورني تولید شاوخوا ۱.۳ سلنې ته ورسېږي.
دغه راز له پاکستان سره د لارې د تړل کېدا له کبله اوس د افغانستان شاوخوا ۹۷ سلنه واردات د منځنۍ آسیا او ایران له لارې هېواد ته راوړل کېږي. همداراز د ۲۰۲۶ز. کال له اپریل څخه تر سپټمبر پورې د افغانستان صادرات د تېر کال د همدې وخت پر پرتله ۱۵.۱ سلنه کم شوي دي.
د نړیوال بانک د څرګندونو له مخې، د اوبو کمښت د کلیوالو سیمو د اوسېدونکو معیشت هم له خطر سره مخ کړی دی. کرنه د هېواد ۴۶ سلنه کاري ځواک په ځان کې ځایوي او په افغانستان کې د اوبو د ټولو ایستلو ۹۵ سلنه برخه دې برخې ته ځانګړې شوې ده.
نړیوال بانک خبرداری ورکړی، چې د کرنیزو حاصلاتو کمښت، د سوداګریزو لارو د لا زیات ګډوډېدا، د افغان کډوالو د پراخې راستنېدنې او د نړیوالو مرستو د کمېدا له کبله رامنځته کېدونکي وضعیت کولی شي د افغانستان اقتصادي لیدلوری کمزوری کړي.
په دې راپور کې د سوداګریزو خوندي لارو جوړول، هغو ولایتونو کې د کاري فرصتونو پراخول، چې ډېر راستنېدونکي کډوال مني او ښځو او نجونو ته د زدهکړو او کار د بیا لاسرسي زمینه برابرول، په افغانستان کې د ژوند د کچې د ښه کېدا له لومړیتوبونو بلل شوي دي.
نړیوال بانک د اوبو د سرچینو د مدیریت په برخه کې هم د اوبو رسولو او حفظالصحې د بنسټیزو خدمتونو پر بیا رغولو، د اوبو لګولو د سیسټمونو پر رغونې او د اوبو د زیرمو او ځمکې لاندې اوبو د زېرمو پر ساتنې ټینګار کړی دی.
د« افغانستان پراختیايي وضعیت تازهکتنه» راپور د افغانستان د اقتصاد او ټولنې په اړه د نړیوال بانک د دوامداره څېړنیزو، څارنیزو او شننیزو فعالیتونو یوه برخه ده، چې موخه یې د شواهدو پر بنسټ د پالیسۍ جوړونې ملاتړ او نړیوالې ټولنې ته د افغانستان د اقتصادي بدلونونو په اړه معلومات ورکول دي.
تازه خبرونه
د افغانستان او آذربایجان سټراټیژیکو مطالعاتو استازو پر کاري همکاریو ټینګار وکړ
د آذربایجان د نړیوالو او څوکلتوري اړیکو د تحلیل مرکز د مدیره پلاوي رییس فرید شفییوف د افغانستان د سټراټیژیکو مطالعاتو د مرکز له رییس عبدالحی قانت سره په ګډه غونډه کې ویلي، چې په دې ناسته کې به د دواړو هېوادونو پر اړیکو او د سیمې پر اوسني وضعیت خبرې وشي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز استازي د لومړي ځل لپاره آذربایجان ته سفر کړی، چې موخه یې د دواړو هېوادونو د کارپوهانو ترمنځ د همکاریو پراختیا او د دواړو هېوادونو د اړیکو پیاوړتیا بلل شوې ده.
د آذربایجان د نړیوالو او څوکلتوري اړیکو د تحلیل مرکز د مدیره پلاوي رییس فرید شفییوف د افغانستان د سټراټیژیکو مطالعاتو د مرکز له رییس عبدالحی قانت سره په ګډه غونډه کې ویلي، چې په دې ناسته کې به د دواړو هېوادونو پر اړیکو او د سیمې پر اوسني وضعیت خبرې وشي.
دغه غونډه د« د یوریشیا د لېږد او سوداګرۍ د ټرانسپورټي لارو سټراټیژیک پیوستون؛ سیمهییز اتصال او دوامداره پراختیا» تر سرلیک لاندې د دواړو مرکزونو لهخوا جوړه شوې وه.
شفییوف د سیمې په ځانګړي بڼه د کسپین بحیرې د حوزې پېچلي جیوپولیټیک وضعیت ته په نغوته کې ویلي، چې آذربایجان تل د هېوادونو د ملي حاکمیت، خپلواکۍ او خپلواکې پرېکړې له حق ملاتړ کړی دی.
هغه د آذربایجان او افغانستان د اړیکو تاریخي ریښو ته نغوته کړی او وایي، چې د درېیمګړو هېوادونو له لیدلوریو څخه د خپلواک اقتصادي همکاریو پر پراختیا او د دوهاړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا هم ټینګار کړی دی.
د آذربایجان د نړیوالو او څوکلتوري اړیکو د تحلیل مرکز رییس زیاته کړې، چې د دغه مرکز او د افغانستان د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز ترمنځ همکاري کولی شي په راتلونکي کې د پراخو پروژو د پلي کېدا، د کارپوهانو ترمنځ د اړیکو د پراختیا او د نظرونو د تبادلې زمینه برابره کړي.
تازه خبرونه
له مزارشریف څخه جده ته د آریانا افغان هوايي شرکت مستقیمې الوتنې پیلېږي
د دغه شرکت د څرګندونو له مخې، د دې هوايي لارې له پرانیستل کېدا سره به د مزارشریف او د شمال زون د ولایتونو اوسېدونکي سعودي عربستان ته د سفر لپاره له ډېرو آسانتیاوو برخمن شي او کولی شي د مزارشریف او جدې ترمنځ په مستقیم ډول تګ راتګ وکړي.
آریانا افغان هوايي شرکت ویلي، د شمال زون اوسېدونکو ته د ټرانسپورټي آسانتیاوو د برابرولو لپاره به له مزارشریف څخه د سعودي عربستان جده ښار ته مستقیمې الوتنې پیل کړي.
د دغه شرکت د څرګندونو له مخې، د دې هوايي لارې له پرانیستل کېدا سره به د مزارشریف او د شمال زون د ولایتونو اوسېدونکي سعودي عربستان ته د سفر لپاره له ډېرو آسانتیاوو برخمن شي او کولی شي د مزارشریف او جدې ترمنځ په مستقیم ډول تګ راتګ وکړي.
-
لوبی3 days agoپه آی ال ټي ۲۰ لیګ کې د افغان او اماراتي لوبغاړو ګډون اړین شو
-
تازه خبرونه3 days agoترکیې یونان ته د اوښتو په هڅه کې ۳۵ افغان کډوال ونیول
-
لوبی2 days agoسرخپوشان خوافي د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ نه ماتېدونکی اتل شو
-
لوبی4 days agoزیمبابوې له افغانستان څخه د دوهیمې ټسټ لوبې پر دوهیمه ورځ ۱۸۰ منډې مخکې شو
-
لوبی3 days agoارمان افسي استقلال کابل ته پنځه پر صفر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه4 days agoپه جوزجان کې د بیات پاور ۴۰ میګاواټه ګازي برښنا تولیدي توربین بېرته فعال شو
-
تازه خبرونه3 days agoپه تېرو دوه اوونیو کې له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۹۵ زره افغانان افغانستان ته راغلي
-
لوبی2 days agoپه آی ال ټي ۲۰ سیالیو کې ۲۵ افغان لوبغاړو قراردادونه ترلاسه کړل
