تازه خبرونه

د سپین بولډک بندر له پرانستل کیدو سره سم زرګونه خلکو تګ راتګ وکړ

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱۹, ۱۳۹۹)

د شنبې پر ورځ د سپین بولدک بندر له خلاصیدو سره سم؛ زرګونه افغان او پاکستانیو ته له بندره د تېریدنې اجازه ورکړ شوه.

چارواکو دغه بندر د یوې ورځې لپاره په داسې حال کې پرانست، چې د روانې میاشتې په لومړیو کې د افغان او پاکستانیو ځواکونو تر منځ  نښتې رامنځته شوې وې.

د پاکستان یوه سرحدي چارواکي د شنبې پر شپه دان ورځپاڼې ته ویلي، د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۵۰۰۰ کسان له سختو شرایطو سره له بندره واوښتل.

د جولای پر ۳۱ په سپین بولدک بندر کې له هغې وروسته تاوتریخوالی ډېر شو، چې پاکستانیو ځواکونو پر تېریدونکیو مسافرو توغندي وتوغول، چې په کې لږ تر لږه نهه ملکیان ووژل شول او ۵۰ نور یې ټپیان کړل.

د یادونې ده، چې په سلګونه افغانانو د پنجشنبې پر ورځ د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې پر اعتراض لای پورې کړ او د پاکستانیو ځواکونو لخوا یې توغندیز بریدون وغندل.

Trending

Exit mobile version