Connect with us

سوداگري

د سږ‌کال په لومړیو ۴ میاشتو کې د افغانستان د کرنیزو صادراتو کچه دوه میلیارد دالره وه

خپور شوی

د

د کرني او مالدارۍ وزارت مسوولینو ويلي، چې د روان کال په لومړیو څلور میاشتو کې د کرنیزو محصولاتو د صادراتو حجم  دوه میلیارد دالرو ته رسیدلی.

د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولینو ویلي؛ په روان کال کې د هېواد د کرنیزو محصولاتو په  برخه کې د پام وړ زیاتوا لی را غلی، چې د صادراتو نوي  سلنه کرنیز محصولات  جوړوي؛ نو له همدې کبله د روان کال په لومړیو څلور میا شتو کې د نږدې دوه میلیارد دالرو پر ارزښت صادارت تر سره شوي او د کال تر رو ستیو به دا حجم  نور هم لوړ شي.

دوۍ زیاتوي، چې له ایران اوګاونډ هېوادونو سره يي هم اقتصادي اړیکې او راکړه ورکړه ښه روانه ده.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح الدین مستعین وایي: زمونږ د هېواد په کرنیزو محصولاتو کې د تېر کال پر پرتله څو برابره زیاتوالی راغلی او د روان کال په لومړیو څلور میاشتو کې نږدې دوه میلیارد دالرو پر ارزښت کرنیز محصولات صادر شوي او دا لړۍ نوره هم روانه ده.

د خصوصي سکتور غړيو هم ويلي، چې په روان کال کې د نورو کلونو پر پرتله يي د صادرا تو کچه ښه روانه ده.

د کرنې او مالدارۍ  خونې مرستیال میرویس حاجي زاده ویلي: زمونږ د هېواد په کرنیزو محصولاتو کې د پام وړ زیاتوالي راغلي او صادرات مو هم ښه روان دي؛ خو زه ارقام ورکولی نه‌شم.

د اقتصادي چارو کار پوهانو ويلي؛ افغانستان د کرنیزو محصولاتو په  برخه  کې د صادرا تو ښه وړتیا لري او که په دې سکتور کې پر صنعتي بڼه کار وشي؛ هېواد به مو د کرنیزو محصولاتو د صادرونکیو هېوادونو په لیکه کې راشي.

د اقتصادي چارو نشنونکي کمال الدین کاکړ ویلي : زمونږ هېواد د کرنې او محصولاتو په برخه کې د زیاتوالي وړتیاوې لري؛ خو که په‌دې برخه کې کار وشي افغانستان د کرنیزو محصولاتو پر صادراتي هېواد بدلیدلی شي.

د کرنې وزارت مسوولینو ویلي؛ هڅه کوې د هېواد کرنیز نظام له سنتي څخه پر صنعتي بدل کړي، چې له دې لارې په هېواد کې د بې کاري او فقر کچه صفر ته ورسوي.

سوداگري

آریانا افغان هوایي شرکت له صادراتو څخه د ملاتړ لپاره د کابل- ډیلي د کارګو بیې راټیټې کړې

د یاد شرکت د څرګندونو له مخې؛ د کابل ـ ډیلي د کارګو نوی نرخ د هر کیلوګرام لپاره ۱.۲۰ امریکایي ډالر ټاکل شوی، چې افغان سوداګرو او صادروونکو ته به ډېره آسانتیا برابره کړي.

Published

on

آریانا افغان هوايي شرکت اعلان کړی، چې د هېواد له سوداګرۍ او صادراتو څخه د ملاتړ لپاره یې د کابل- ډیلي د کارګو خدماتو نرخونه راټیټ کړي دي.

د یاد شرکت د څرګندونو له مخې؛ د کابل ـ ډیلي د کارګو نوی نرخ د هر کیلوګرام لپاره ۱.۲۰ امریکایي ډالر ټاکل شوی، چې افغان سوداګرو او صادروونکو ته به ډېره آسانتیا برابره کړي.

د آریانا افغان هوايي شرکت رییس بخت‌الرحمن شرافت ویلي، چې د کابل- ډیلي د کارګو نرخ کمول د کورنیو محصولاتو د صادراتو په زیاتوالي کې اړین رول لوبوي او د سوداګریزو فعالیتونو په وده کې به مرسته وکړي.

هغه زیاته کړې؛ آریانا به په راتلونکي کې د نویو هڅو پر ترسره کولو د خپلو خدماتو د ښه‌کولو او د پېرودونکو اړتیاوو ته د ځواب ویلو هڅې روانې وساتي.

Continue Reading

سوداگري

افغان – ازبک سوداګرو ۱۳ سوداګریزهوکړه لیکونه لاسلیک کړل

په دې غونډه کې د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او څرګندوي، چې په وروستیو میاشتو کې د دواړو هېوادونو په اقتصادي همکاریو کې د پام وړ خوځښتونه رامنځته شوي دي.

Published

on

په کابل کې د افغانستان د خصوصي سکټور او د ازبکستان د قره‌قالپاقستان جمهوریت ترمنځ د سوداګریزې اړیکې د کنفرانس پر مهال د دواړو لورو ترمنځ د څه باندې ۱۰۰ میلیون ډالرو پر ارزښت ۱۳ سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.

په دې غونډه کې د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او څرګندوي، چې په وروستیو میاشتو کې د دواړو هېوادونو په اقتصادي همکاریو کې د پام وړ خوځښتونه رامنځته شوي دي.

هغه ټینګار کړی، چې افغانستان د پانګونې او کاري ځواک په برخه کې د پراخو وړتیاوو لرونکی هېواد دی او له بهرنیو پانګه‌والو سره ګډو همکاریو ته چمتو دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مسوولانو د څرګندونو له مخې؛ حکومت په تېر یوه کال کې د بېلابېلو برخو لپاره د شاوخوا ۲ میلیارډ ډالرو پانګونې د جذب زمینه برابره کړې ده.

په دې غونډه کې ازبک پلاوي هم له افغانستان سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او وایي، چې دوی په بېلابېلو اقتصادي برخو کې هر اړخیزو همکاریو ته چمتو دي.

د قره‌قالپاقستان د پلاوي مشر امان‌بای اورین‌بایوف ویلي: « مونږ له افغانستان سره د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پراختیا ته ځانګړی ارزښت ورکوو. مونږ رڼو، باوري او اوږدمهالو همکاریو ته اهمیت ورکوو او وړاندیز کوو، چې افغان سوداګر د ګډو همکاریو له لارې د پانګونې او سوداګرۍ په برخو کې نویو بازارونو ته لاسرسی ومومي.»

د افغانستان خصوصي سکټور هم له دې بهیر هرکلی وکړ او هیله څرګندوي، چې د تګ ـ ‌راتګ زیاتوالی او سوداګریزې هوکړې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا لامل شي.

د وړاندې شویو څرګندونو له مخې؛ تر اوسه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د همکاریو د هوکړه‌لیکونو ټولیز ارزښت له ۱.۵ میلیارډ ډالرو اوښتی او که دغه هوکړې عملي شي، نو په افغانستان کې به د سوداګرۍ او پانګونې پر ودې د پام وړ اغېز ولري.

Continue Reading

سوداگري

د منځنۍ آسیا له لارې د چین– افغانستان نوې ټرانزیټي لاره پرانیستل شوه

د راپورونو له مخې، په دې لاره کې له چین څخه د اوسپنې‌پټلۍ له لارې کانټینرونه د قزاقستان آلتین‌کول تمځای او بیا ازبکستان ته لېږدول کیږي. له هغې وروسته اړوند توکي د بخارا لوژستیک مرکز ته او له هغه ځایه د ترکمنستان له لارې د افغانستان هرات ښار ته لېږدول کیږي.

Published

on

ازبکستان اعلان کړی، چې د منځنۍ آسیا له لارې یې د چین او افغانستان ترمنځ د توکو د لېږد یوه نوې څو اړخیزه لاره پرانیستې ده.

د راپورونو له مخې، په دې لاره کې له چین څخه د اوسپنې‌پټلۍ له لارې کانټینرونه د قزاقستان آلتین‌کول تمځای او بیا ازبکستان ته لېږدول کیږي. له هغې وروسته اړوند توکي د بخارا لوژستیک مرکز ته او له هغه ځایه د ترکمنستان له لارې د افغانستان هرات ښار ته لېږدول کیږي.

له دې مخې د توکو لېږد  په دې مسیر کې زیاتره د سمندر له لارې د ایران بندرعباس ته انتقالېدل او بیا له هغه ځایه د ځمکنۍ له لارې افغانستان ته لېږدول کېدل.

چارواکي وايي، دا نوې لاره، چې شاوخوا ۷۴۰۰ کیلومټره اوږدوالی لري د لېږد وخت تر نږدې ۳۰ ورځو راکموي او د ټرانزیټ بهیر اغېزمنتیا هم لوړوي.

دا ګام په داسې حال کې اخیستل کېږي، چې د سوداګریزو لارو او دهلېزونو د پراختیا او د سیمې ترمنځ د نښلونې د پیاوړتیا هڅې مخ پر زیاتېدا دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!