تازه خبرونه
د سید حسین انوري د موټرو پر کاروان ځانمرګی برید وشو
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د حركت اسلامي د ګوند رهبر سيد حسين انوري، چې باميانو ولايت ته د ولسمشريزو ټاكنو د كانديد اشرف غني احمدزي لپاره تللى وو، د بېرته راګرځېدو پر وخت د پروان په سياګرد ولسوالۍ كې د وسله والو مخالفينو له كمين سره مخامخ شو.
وېل كېږي لومړۍ د هغه د موټرو پر كاروان ځانمرګى بريد شوی او وروسته د سړك غاړې درې چاودنې پرې شوې دي.
د رپوټونو له مخې په دغه كمين كې د سيد حسين انوري درې ساتونكي ټپيان شوي دي.
د وسله والو مخالفينو او سيد حسين انوري د ساتونكو تر منځ نږدې يو ساعت جګړه شوې ده.
د حركت ګوند د فرهنګي چارو د كميسيون رئيس سيد جعفر عادلي حسيني د پېښې پخلى كړى دى.