تازه خبرونه

د سیمې او نړۍ هېوادونه له اسلامي امارت سره د تعامل زیاتولو پایلې ته رسېدلي – امیر خان متقي

کابل ته د ایران بهرنیو چارو د وزیر له یو ورځني سفر وروسته د افغانستان بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر امیرخان متقي په بهرنیو چارو وزارت کې د یوې ناستې پر مهال له عباس عراقچي سره د خپلو خبرو په اړه معلومات وړاندې کړل.

Published

on

د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر ويلي؛ ګاونډ هېوادونه، سیمه او نړۍ دې پایلې ته رسیدلي، چې باید له اسلامي امارت سره خپل تعامل زیات کړي.

کابل ته د ایران بهرنیو چارو د وزیر له یو ورځني سفر وروسته د افغانستان بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر امیرخان متقي په بهرنیو چارو وزارت کې د یوې ناستې پر مهال له عباس عراقچي سره د خپلو خبرو په اړه معلومات وړاندې کړل.

امیرخان متقي  وايي؛  له ایراني پلاوي سره پر سیاسي، اقتصادي او سیمه‌ییزو مسایلو خبرې کړې دي او له اسلامي امارت سره د ګاونډ، سیمې او نړۍ د هېوادونو د اړیکو د زیاتوالي په اړه یې خبرې کړې دي.

امیر خان متقي ویلي، چې د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره یې په خپلو خبرو کې د تهران لخوا د اسلامي امارت د سفیر د رسمي هرکلي موضوع راپورته کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ويلي؛ ګاونډ هېوادونه، سیمه او نړۍ دې پایلې ته رسیدلي، چې له اسلامي امارت سره خپل تعامل زیات کړي.

دغه راز په کابل کې د ایران سفارت شارزدافیر د دې هېواد له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې افغانستان ته د ایران بهرنیو چارو د وزیر عباس عراقچي سفر د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو معنا نلري. د رسمیت پېژندلو موضوع یوه ځانګړې موضوع ده، چې د نړیوالو قوانینو له مخې ترسره کیږي.

علي رضا بیکدلي همدارنګ ویلي، چې له افغانستان سره د دغه هېواد په پولو او د اوبو د حق‌آبې په برخه کې ستونزې موجودې دي او هڅه کوي، چې دغه دوه مسئلې د اړیکو او همکاریو پر پیاوړتیا بدلې کړي.

امیر خان متقي وايي؛ افغانستان چمتو دی، چې د ایران حق‌آبه ورکړي، خو پدې شرط، چې اوبه وي. همدا لامل دی، د اقلیم د بدلون او وچکالۍ له کبله د افغانستان اوبه د ایران خاورې ته نه رسېږي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې ایران دې افغان کډوالو ته د تدریجي ستنېدو اجازه ورکړي؛ ځکه هغه کسان، چې له څلورو لسیزو راپدېخوا ایران ته تللي، په یوه یا دوه کلونو کې یې بېرته راستنېدل ناشوني وي.

Trending

Exit mobile version