تازه خبرونه

د سیمې هېوادونو د افغانستان په کورنیو چارو کې پر نه لاسوهنه ټینګار کړی

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۷, ۱۴۰۱)

د سیمې د امنیتي سرمشریزې غړیو هېوادونو امنیتي سلاکارانو د افغانستان په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې او دوستانه اړیکو د ساتلو ژمنه کړې ده.
دغو سلاکارانو د افغانستان امنیت د سیمې د ټولو هېوادونو په ګټه بللی او څرګندوي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې باید هیڅ راز لاسوهنه ونشي
د تاجکستان د دوه ورځنۍ امنیتي سرمشریزې په وروستۍ اعلامیه کې دا هم ویل شوي، چې ټولې خواوې باید له افغانستان سره خپلې اړیکې روانې وساتي او د یوه ټولګډونه حکومت د جوړولو، روښانه کورني او بهرني سیاست او له ټولو هېوادونو سره د دوستانه اړیکو د پراختیا لپاره کار وکړي.
په تاجکستان کې د امنیتي غونډې د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي؛ ټول اړخونه باید له افغانستان سره خپلو اړیکو ته دوام ورکړي او د یوه جامع حکومت د رامنځته کولو، د یوه روښانه کورني او بهرني سیاست او له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه د سیمې له هېوادونو سره د دوستانه اړیکو د پراختیا لپاره کار وکړي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي هم ډاډ ورکوي، چې افغانستان له نړۍ سره رغنده تعامل ته تر بل هر وخت ډېر چمتو دی.
سیاسي شنونکي محمد صابر صادقي هم ټینګار کوی، چې د سیمې د هېوادونو نه لاسوهنه به د افغان سولې او ثبات سره پوره مرسته وکړي.
کارپوهان پدې باور دي، چې د سیمې هېوادونه د خپلو ستراتیژیکو ګټو پر بنسټ له نورو هېوادونو سره تعامل کوي او اسلامي امارت ته په کار ده، چې له نړۍ سره په داسې طریقه تعامل وکړي، چې د افغانستان ملي ګټې په کې خوندي کړي.

Trending

Exit mobile version