تازه خبرونه

د شانګهای تړون غړي هېوادونه دې افغانستان ته غړيتوب ورکړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان اجرايي رییس ډاکتر عبدالله عبدالله په شانګهای تړون کې د افغانستان د غړیتوب وړاندیز وکړ. هغه په غونډه کې ګډنوالو ته وویل چې داعش او افراطیت د شانګهای غړو هېوادونو له پاره جدي ګواښ دی. نوموړي د شانګهای له غړو هېوادونو وغوښتل چې له ترهګرۍ سره ګډې مبارزې ته ځان تیار کړي.

د شانګهای تړون غونډه د سې شنبې په ورځ د چین په ژان ژوی ښار کې جوړه شوه. دغې غونډې ته د افغانستان په استازیتوب اجرايي رییس ډاکتر عبدالله عبدالله ورغلی دی. ډاکتر عبدالله عبدالله غونډې ته وویل چې داعش او افراطي ډلې د شانګهای تړون له پاره سرخوږی دی او په کار ده چې په وړاندې یې ګډه مبارزه وشي.

عبدالله زياته کړه: “مونږ ټول پوهېږو چې د خپلو اقتصادي او ټولنیزو موخو له پاره له دریو شیطاني کړیو، ترهګرۍ، افراطیت او داعش سره په ګډه مبارزه وشي.”

ښاغلي عبدالله د شانګهای غونډې ته وړاندیز وکړ چې په دغه سازمان کې د افغانستان بشپړ غړیتوب ومني.

شانګهای سازمان یو اقتصادي او امنیتي سازمان دی چې د چین او روسیې، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان له خوا په ۲۰۰۱ميلادیکال رامنځته شو چې افغانستان، ایران، پاکستان او هند یې د څارونکو په توګه غړیتوب لري.

 

Trending

Exit mobile version