Connect with us

تازه خبرونه

د شانګهای غړي هېوادونه دې افغانستان ته پاملرنه زیاته کړي – د قزاقستان ولسمشر

خپور شوی

د

د چارشنبې پر ورځ ( د وري پېنځلسمه ) د افغانستان وضعیت د شانګهای د همکارۍ ټولنې د غونډې د اجنډا مهمه موضوع وه.

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایوف ويلي؛ د شانګهای همکاریو ټولنې غړي هېوادونه باید د افغانستان وضعیت ته زیاته پاملرنه وکړي او دا ډاډ تر لاسه کړي، چې نړیوالې ترهګرې ډلې د دغه هېواد له خاورې استفاده نشي کولی.

اوس‌مهال، قزاقستان د شانګهای همکارۍ ټولنې نوبتي مشري پر غاړه لري.

قاسم جومارت توکایوف دغه څرګندونې پرون د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د شانګهای همکارۍ ټولنې د غړیو هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو غونډې ته کړې دي.

د روسیې د انټرفاکس خبري آژانس د راپور له مخې؛ د قزاقستان ولسمشر د افغانستان روان بشري ناورین ته په نغوته کې ویلي: دا مهمه ده، چې اوږدمهاله ثبات ته د شرایطو د رامنځته کولو لپاره په دغه هېواد کې د کړکېچ د پای ته رسولو هڅې روانې وساتل شي.

د شانګهای همکارۍ ټولنې د غړیو هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو هم په یوه خبرپاڼه کې له اسلامي امارت غوښتي، چې له نړیوالو ترهګرو ډلو سره په مبارزه کې خپل مسوولیت ترسره کړي.

د روسیې د تاس خبري آژانس د راپور له مخې؛ د روسیې ملي امنیت سلاکار نیکولای پتروشیف ویلي:  د دې ټولنې د غړیو هېوادونو د پلاويو مشرانو د افغانستان له چارسمبالي حکومته غوښتي؛ له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره په ځانګړي توګه د نړیوالو تروریستي ډلو او هغو کسانو په ګډون، چې په وینا یې په افغانستان کې میشت دي او د شانګهای همکارۍ ټولنې د غړیو هېوادونو لپاره ګواښ پېژندل کیږي عمل کول جدي وګڼي.

اسلامي امارت تر اوسه د دغه راپور په اړه غبرګون ندی ښودلی؛ خو له دې مخکې یې څوـ څو ځلې ویلي: هیڅ ډلې ته به اجازه ورنکړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

د شانګهای همکارۍ ټولنه، چې په سیمه کې د امنیت او اقتصاد د پیاوړتیا لپاره دوه لسیزې مخکې جوړ شوې؛ اوس‌مهال ۹ غړي لري؛ قزاقستان، چین، قرغزستان، روسیه، تاجکستان، ازبکستان، هند، پاکستان او ایران د دغه سازمان رسمي غړي دي. افغانستان، بیلاروس او منګولیا په کې د څارونکیو رول لري.

تازه خبرونه

په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

Published

on

د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعام‌الله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.

د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو له‌خوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.

هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوس‌مهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوه‌یمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.

نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بې‌پیلوټه الوتکې اوښتې دي.

د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

Published

on

نن پنجشنبه( د تلې دوه‌یمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نه‌دي.

د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!