تازه خبرونه
د شانګهای همکاریو ټولنې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت غوښتنه وکړه
د شانګهای همکاریو ټولنې دوه ورځنۍ سرمشریزه د دوشنبې پر ورځ د چین په تیانجین بندر کې د نړۍ له ۲۰ څخه د زیاتو مشرانو پر ګډون د اسلامي امارت له استازی پرته پیل شوه.
د شانګهای همکاریو ټولنې د یوې ګډې څرګندونې له مخې؛ دې ټولنې په افغانستان کې د سولې او پرمختګ د ډاډمنولو لپاره له نړیوالو هڅو ملاتړ وکړ او د تلپاتې سولې او ثبات د ترلاسه کولو لپاره یې د ټولو قومي او سیاسي ډلو پر ګډون د ټولګډونه حکومت غوښتنه کړې ده.
د شانګهای همکاریو ټولنې دوه ورځنۍ سرمشریزه د دوشنبې پر ورځ د چین په تیانجین بندر کې د نړۍ له ۲۰ څخه د زیاتو مشرانو پر ګډون د اسلامي امارت له استازی پرته پیل شوه.
په دې ګډه څرګندونه کې غړو هېوادونو په افغانستان کې د سولې او پرمختګ د رامنځته کولو لپاره د نړیوالې ټولنې له هڅو ملاتړ ته چمتووالی څرګند کړ.
د شانګهای همکاریو ټولنه په ۲۰۰۱ کال کې رامنځته شوې، چې روسیه، چین، هند، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، پاکستان، ایران او ازبکستان په کې غړي هېوادونه دي. بېلاروس په ۲۰۲۴ کال کې ورسره ګډ شوی، افغانستان او منګولیا په دې ټولنه کې د څارونکو هېوادونو په توګه له برخې برخمن دي؛ خو سږکال د افغانستان استازی دې غونډې ته ندی غوښتل شوی.
د یادونې ده، چې د شانګهای همکاریو ټولنې تر دې دمه د افغانستان د ختیځ له زلزله ځپلو سره د خواخوږۍ او بشري مرستو اعلان ندی کړی.