تازه خبرونه
د شانګهای هېوادونو استازیو په تاجکستان کې د افغانستان په اړه د همغږۍ ګډه هوکړه وکړه
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د پنجشنبې پر ورځ د وږي ۲۵ په تاجکستان کې د شانګهای همکاریو ټولنې د غړیو هېوادونو مشرانو او استازیو له افغانستان د اړیکو او په دې اړه د همغږۍ رامنځته کولو یوه ناسته تر سره کړه.
په تاجکستان کې د شانګهای د همکاریو سازمان ناسته جوړه شوه؛ خو په دې ناسته کې د افغانستان استازی نه و.
دوی خبرداری ورکړ، چې د افغانستان یوازې پرېښودل به په اوسنیو شرایطو کې د کورنۍ جګړې د پیل سبب او د ګاونډ هېوادونو د بې ثباتي سبب شي.
د پاکستان لومړي وزیر خبرداری ورکړ چې که افغانستان په اوسني حالت کې پرېښودل شي، منفي عواقب به یې د سیمې ټول هېوادونه اغېزمن کړي.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي: په افغانستان کې به ټیکاو سیمې ته ګټور وي. د افغانستان یوازې پرېښودل به مونږ تېر مهال ته ورستانه کړي، چې د کورنیو جګړو سبب به وګرزي او د سیمې پر هېوادونو به منفي پایلې ولري؛ د پناه غوښتوونکیو او د نشه یي توکو ډېروالی او د ترهګرو ډلو فعالېدل به یوه ستونزه وي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې له چین او ایران سره یې په افغانستان کې د ثبات راوستو پر لارو چارو خبرې اترې کړې دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي: مونږ د چین او ایران له همکارانو سره ښې لیدنې درلودې. باور لرم، چې دا لېدنه ډېره په موقع وه او مونږ په دې اړه، چې څرنګه کولی شو د افغانستان له ګاونډ هېوادونو سره په دې تړاو، چې څرنګه کولی شو دې هېواد ته شرایط برابر کړو، څو په یوه سم مسیر حرکت رامنځته شي او په هېواد کې پراخ بنسټ او د ملي پخلاینې حکومت جوړ شي.
دغه راز چین له ټولو هېوادونو غواړي، چې په افغانستان کې رغنده رول ولوبوي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي ویلي: اړینه ده، چې څلور هېوادونه(چین، روسیه، پاکستان او ایران)
خپلې اړیکې او همغږي پیاوړې کړي؛ یو غږ شي، چې مثبت اغېز رامنځته او په افغانستان کې د ټیکاو را منځته کولو لپاره رغنده رول ولوبوي.
د شانګهای همکاریو ټولنې دا ناسته د دې ټولنې د شلمې کلیزې له رارسېدو سره په یوه وخت جوړه او ایران یې هم په رسمي توګه دایمي غړی شو.
د یادونې ده، چې د دې ناستې په څنډه کې د سیمې د هېوادونو استازیو او د بهرنیو چارو وزیرانو په کډه ناسته کې ټولو ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د دایمي ثبات او یوه پراخ بنسټ او ملي حکومت د جوړېدو لپاره دې ټول رغنده هڅې وکړي.
تازه خبرونه
په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعامالله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.
د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو لهخوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.
هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوسمهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.
تازه خبرونه
پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوهیمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.
نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بېپیلوټه الوتکې اوښتې دي.
د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.
تازه خبرونه
پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
نن پنجشنبه( د تلې دوهیمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نهدي.
د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ
-
تازه خبرونه4 days agoد آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
-
تازه خبرونه2 days agoد روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
-
تازه خبرونه5 days agoد اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي
-
نړۍ4 days agoد جګړو هممهاله د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې راټولیږي
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
-
لوبی5 days agoپه جاپان کې آسیایي لوبې پیل شوې؛ ۳۴ افغان لوبغاړي لوبې کوي
-
تازه خبرونه3 days agoد پاکستان په هوايي بریدونو کې ۷ ملکي کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې – یوناما

