تازه خبرونه

د شانګهای هېوادونو استازیو په تاجکستان کې د افغانستان په اړه د همغږۍ ګډه هوکړه وکړه

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۷, ۱۴۰۰)

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د پنجشنبې پر ورځ د وږي ۲۵ په تاجکستان کې د شانګهای همکاریو ټولنې د غړیو هېوادونو مشرانو او استازیو له افغانستان د اړیکو او په دې اړه د همغږۍ رامنځته کولو  یوه ناسته تر سره کړه.

په تاجکستان کې د شانګهای د همکاریو سازمان ناسته جوړه شوه؛ خو په دې ناسته کې د افغانستان استازی نه و.

دوی خبرداری ورکړ، چې د افغانستان یوازې پرېښودل به په اوسنیو شرایطو کې د کورنۍ جګړې د پیل سبب او د ګاونډ هېوادونو د بې ثباتي سبب شي.

د پاکستان لومړي وزیر خبرداری ورکړ چې که افغانستان په اوسني حالت کې پرېښودل شي، منفي عواقب به یې د سیمې ټول هېوادونه اغېزمن کړي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي: په افغانستان کې به ټیکاو سیمې ته ګټور وي. د افغانستان یوازې پرېښودل به مونږ تېر مهال ته ورستانه کړي، چې د کورنیو جګړو سبب به وګرزي او د سیمې پر هېوادونو به منفي پایلې ولري؛ د پناه غوښتوونکیو او د نشه یي توکو ډېروالی او د ترهګرو ډلو فعالېدل به یوه ستونزه وي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې له چین او ایران سره یې په افغانستان کې د ثبات راوستو پر لارو چارو خبرې اترې کړې دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي: مونږ د چین او ایران له همکارانو سره ښې لیدنې درلودې. باور لرم، چې دا لېدنه ډېره په موقع وه او مونږ په دې اړه، چې څرنګه کولی شو د افغانستان له ګاونډ هېوادونو سره په دې تړاو، چې څرنګه کولی شو دې هېواد ته شرایط برابر کړو، څو په یوه سم مسیر حرکت رامنځته شي او په هېواد کې پراخ بنسټ او د ملي پخلاینې حکومت جوړ شي.

دغه راز چین له ټولو هېوادونو غواړي، چې په افغانستان کې رغنده رول ولوبوي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي ویلي: اړینه ده، چې څلور هېوادونه(چین، روسیه، پاکستان او ایران)

 خپلې اړیکې او همغږي پیاوړې کړي؛ یو غږ شي، چې مثبت اغېز رامنځته او په افغانستان کې د ټیکاو را منځته کولو لپاره رغنده رول ولوبوي.

د شانګهای همکاریو ټولنې دا ناسته د دې ټولنې د شلمې کلیزې له رارسېدو سره په یوه وخت جوړه او ایران یې هم په رسمي توګه  دایمي غړی شو.

 

د یادونې ده، چې د دې ناستې په څنډه کې د سیمې د هېوادونو استازیو او د بهرنیو چارو وزیرانو په کډه ناسته کې ټولو ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د دایمي ثبات او یوه پراخ بنسټ او ملي حکومت د جوړېدو لپاره  دې ټول رغنده هڅې وکړي.

Trending

Exit mobile version