تازه خبرونه

د شاه امان الله خان لور هندیه مړه شوه

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۳, ۱۴۰۲)

د افغانستان د پخواني پاچا امان الله خان لور شهزادګۍ هندیه د ۹۴ کلونو پر عمر په ایتالیا کې مړه شوه.

د شهزداګۍ هندیې لور ثریا ملک د خپلې مور مړینه تائید کړې او څرګندوي، چې نوموړې د تلې پر ۲۱ وفات شوې او د جنازې مراسم به یې په ځانګړي توګه د خپلې کورنۍ له لوري ترسره شي.

 نوموړې زیاته کړې؛ مور یې د خپل عمر څلور لسیزې د افغانستان له خلکو سره په مرسته کې تېر کړ.

شهزادګۍ هندیه د شاه امان الله خان او ملکې ثریا تر ټولو کوچنی اولاد و.

هندیه په ۱۹۲۹ ز. کال کې د خپل پلار له جلاوطنۍ پېنځه میاشتې وروسته د هند په ممبي ښار کې زېږېدلی او بیا له پاچا او ملکې سره ایتالیا ته ولاړه او د ژوند تر پایه هلته پاتې شوه.

د جمهوریت په دوره کې هندیه افغانستان ته اوږده او وخت ناوخته سفرونه وکړل، چې خلکو ته یې مالي او بشري مرستې برابرولې.

Trending

Exit mobile version