نړۍ

د شمالي کارولینا پوهنتون د علمي شورا غړی پر ډزو ووژل شو

Published

on

رویترز د چارواکو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د دوشنبې پر ورځ د شمالي کارولینا پوهنتون په انګړ کې د دې پوهنتون د علمي شورا غړی پر ډزو ووژل شو؛ یو شکمن نیول شوی او ګواښ د ماسپښین تر ناوخته له‌منځه وړل شوی دی.

د شمالي کارولینا پوهنتون رییس کوینګوسکیویچ په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې؛ خواشینی یم، چې دې بنسټ د پوهنتون په انګړ کې د وسلوال تاوتریخوالي له کبله د علمي شورا یو غړي له لاسه ورکړ.

نوموړي زیاته کړې؛ پولیسو ته د دوشنبې پر ماسپښین د شمالي کارولینا پوهنتون په چاپل هیل انګړ کې د ډزو په اړه خبر ورکړشو؛ شکمن کس نيول شوى او تر څارنې لاندې دی.

پولیسو شاوخوا دوه ساعته وروسته د انګړ امنیتي ډاډ څرګند کړ، چې اوس نور ګواښ شتون نه‌لري؛ خو د پوهنتون له انګړه خپاره شوي رسنیزانځورونه د پولیسو شتوالی څرګندوي.

د رویترز د څرګندونو له مخې؛ پولیسو له دې مخکې د نرینه تورن کس انځور پر ایکس پاڼې، چې پخوا تویتر یادېده؛ خپور کړی و. انځور په انګړ کې د تورن کس له نیولو مخکې اخیستل شوی او د موخې په توګه یې یو خطرناک وسلوال یاد کړی دی.

چارواکو د پوهنتون د علمي شورا دغړي او مشکوک کس هويت په ډاګه کړی نه‌دی.

د پوهنتون رییس زیاته کړې: د دغې پېښې په غبرګون کې مو د دوشنبې پر ورځ له پېښې وروسته ټولګي رخصت او د پوهنتون ټولې چارې د اګست له ۲۸ تر ۲۹ وځنډول شوې.

دغه پوهنتون شاوخوا ۳۲۰۰۰ زده‌کړیالان ( محصلین ) شاوخوا ۴۱۰۰ علمي کدرونه او ۹۰۰۰ کارکوونکي لري.

د شمالي کارولینا والي روی کوپر د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې هغه د پوهنتون د انګړ ساتنې ته ټولې امنیتې سرچینې همغږي کړي دي.

پوهنتون له هغو کسانو، چې په انګړ کې ول غوښتي وه، چې تر غرمې پورې په خپلو ځایونو کې پاتې شي. په داسې حال کې، چې شکمن نیول شوی نه‌و؛ خو ډزې بندې شوې وې.

Trending

Exit mobile version