نړۍ

د شمالي کوریا له ۲۳ تازه توغېدلیو غندویو یو د جنوبي کوریا د اوبو په ساحل کې لګېدلی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۲, ۱۴۰۱)

د شمالي کوریا له لوري پرون لږ تر لږه ۲۳ توغندي توغول شوي؛ یو یې د سویلي کوریا په ۶۰ کیلومترۍ کې لګېدلی، چې د سویلي کوریا او امریکار له لوري وغندل شول.

دا له ۱۹۴۵ ز. کال د کوریاګانو له وېشلو راپدیخوا لومړنۍ ځل دی، چې ۲۳ بالستیک توغندی پر یوه ورځ وتوغول شول او یو یې سویلي کوریا ته نږدې ولګېده. سویلي کوریا د یو نادر هوايي برید خبرداری ورکړ او په ځواب کې یې خپل توغندي هم وروویشتل.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ دا توغندي له هغې څو ساعته وروسته وتوغول شول، چې پیونګ یانګ د امریکا او سویلي کوریا څخه غوښتنه وکړه، چې خپلې ګډې او پراخې روزنیزې هڅې ودروي او په ډاګه یې کړه، چې  دا ډول نظامي بېړه او پارونکې هڅې نورې د زغملو وړ ندي.

په واشنګتن کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي د شمالي کوریا توغندي “بې پروا” بللي او ویلي یې دي، چې امریکا له خپلو متحدینو جنوبي کوریا او جاپان څخه د دفاع لپاره پوره پوځي وړتیاوې لري.

د سویلي کوریا اردو ویلي؛ د سویلي کوریا جنګي الوتکو په ځواب کې د شمالي کوریا پر لوري درې توغندي وتوغول.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لیندا توماس ګرینفیلد ویلي، شمالي کوریا د تېر کال په اوږدو کې هم پرلپسې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړه لیکونو سرغړونه کړې ده.

شمالي کوریا ویلي، چې دا توغندي د متحدینو د تمرین په ځواب کې توغول شوي دي.

Trending

Exit mobile version