نړۍ
د شمالي کوریا مشر کیم د اوکراین په شخړه کې له روسیې ملاتړ تائید کړ
د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف شمالي کوریا ته درې ورځني سفر کړی، چې له اوکراین سره د روسیې د جګړې لپاره یې سرتېري او وسلې چمتو کړي او د نور ډېر پوځي ملاتړ ژمنه لري؛ ځکه، چې مسکو هڅه کوي په شخړه کې پرمختګ وکړي.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د روسیې لوړ پوړي ډیپلومات ته ویلي؛ هېواد یې چمتو دی، چې د اوکراین د شخړې د حل لپاره د مسکو له ټولو اقداماتو ” له قید او شرطه پرته ملاتړ” وکړي.
د رویټرز د راپور له مخې؛ دا په داسې حال کې ده، چې دواړو هېوادونو د لوړې کچې سټراتیژیکې خبرې ترسره کړې دي.
د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف شمالي کوریا ته درې ورځني سفر کړی، چې له اوکراین سره د روسیې د جګړې لپاره یې سرتېري او وسلې چمتو کړي او د نور ډېر پوځي ملاتړ ژمنه لري؛ ځکه، چې مسکو هڅه کوي په شخړه کې پرمختګ وکړي.
کیم په ختیځ ساحلي ښار وونسان کې له لاوروف سره ولیدلي او د دواړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو خپل دوهیم سټراټیژیک ډیالوګ ترسره کړ. د تېر کال لاسلیک شوې ملګرتیا تر تړون لاندې یې د نورو همکاریو ژمنه وکړه، چې په کې متقابل دفاعي تړون هم شامل دی.
د شمالي کوریا دولتي خبري سرچینې KCNA د راپور له مخې؛ کیم لاوروف ته ویلي، چې د نړیوال جیوپولټیک بدلیدونکي بدلون په ځواب کې د متحدینو لخوا اخیستل شوي ګامونه به په ټوله نړۍ کې د سولې او امنیت له خوندي کولو سره ډېره مرسته وکړي.
د شمالي کوریا مرکزي خبري سرچینې څرګنده کړې؛ “کیم جونګ اون بیا تائید کړه، چې د کوریا ډیموکراټیک جمهوریت (DPRK) چمتو دی، چې د اوکراین د کړکېچ له لامل سره د مبارزې په اړه د روسیې د مشرتابه لخوا اخیستل شوي ټولو اقداماتو پرته له شرط ملاتړ او هغه وهڅوي”.
یادې سرچینې ویلي؛ لاوروف مخکې د شمالي کوریا له خپل سیال چو سون هوی سره په وونسان کې خبرې وکړې او دوی یوه ګډه اعلامیه خپره کړې، چې د یو بل د هېواد د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې لپاره یې د ملاتړ ژمنه وکړه.
د شنبې پر ورځ د روسي رسنیو راپور ورکړ، چې لاوروف له کیم سره په خپله لیدنه کې د دواړو هېوادونو اړیکې “د نه ماتېدونکې ورورګلوۍ” په توګه تشریح کړي او روسیې ته د لېږل شویو سرتېرو لپاره یې مننه وکړه.
د روسیې او شمالي کوریا ترمنځ اړیکې د اوکراین د جګړې په تیرو دوو کلونو کې، چې د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې پیل شوې، په ډراماتیک ډول ژورې شوې دي، پیونګ یانګ د مسکو د پوځي کمپاین ملاتړ لپاره روسیې ته له ۱۰ زره څخه ډېر سرتېري او وسلې لېږلي دي.
د کیم حکومت ژمنه کړې، چې شاوخوا ۶۰۰۰ پوځي انجینران او رغوونکي به د روسیې کورسک سیمه کې د بیارغونې په کارونو کې د مرستې لپاره واستوي.
