ساینس او ​​ټیکنالوژي

د شمالي کوریا څارګره سپوږمکۍ فعاله ده – هالنډي کارپوه

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۰, ۱۴۰۲)

د هالنډ یوه فضايي کارپوه تائید کړې، چې د شمالي کوریا څارګره سپوږمکۍ ژوندۍ او فعاله ده.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ دې کارپوه د شمالي کوریا د سپوږمکۍ په مدار کې د بدلونونو له موندلو وروسته ویلي، چې پیونګ یانګ دا وسیله بریالۍ څاري؛ د شمالي کوریا لومړنۍ څارګره سپوږمکۍ ژوندۍ ده، که څه هم د هغې وړتیاوې ناڅرګندې دي.

په هالنډ کې د ډلفټ ټکنالوژۍ پوهنتون د سپوږمکۍ کارپوه مارکو لانګبروک، لیکلي؛ خو اوس مونږ کولی شو پرېکنده ووایو، چې سپوږمکۍ ژوندۍ او فعاله ده.

لانګبروک د امریکا پر مشرۍ له ګډو فضایي عملیاتو مرکز څخه د معلوماتو پر حواله څرګنده کړې، چې سپوږمکۍ د فبرورۍ له نولسمې څخه تر څلیریشتمې پورې په مدار کې د ځای موندلو لپاره له ۳۸۸ کیلومټرو څخه ۴۹۷ کیلومټرو ته کښته او پورته شوې ده.

هغه وایي: دا هڅې ښیي، چې د مالیګیونګ یو څارګره سپوږمکۍ ویجاړه شوې نه‌ده او شمالي کوریا خپله سپوږمکۍ څاري.

له دوه ناکامو هڅو وروسته شمالي کوریا بریالۍ شوه، چې په نومبر کې مالیګیونګ یو سپوږمکۍ مدار ته وتوغوي.

د پیونګ یانګ دولتي رسنیو ادعا کړې، چې سپوږمکۍ په سویلي کوریا، امریکا او نورو سیمو کې له حساسو نظامي او سیاسي موخو انځورونه اخیستي؛ خو د دې ادعا کوم انځور خپور شوی نه‌دی. له دې مخکې د دې سپوږمکۍ وړتیا د سیګنال د نه رسیدو له کبله تر پوښتنې لاندې راغلې وه.

Trending

Exit mobile version