سوداگري

د شېرخان بندر د ظرفیت لوړولو طرحه تائید شوه؛ له منځنۍ آسیا او چین سره سوداګري پراخېږي

اقتصادي کمیسیون د سې‌شنبې پر ورځ د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت هغه وړاندیزونه وڅېړل او تائید کړل، چې د شېرخان بندر له لارې د سوداګرۍ د پراختیا په اړه وړاندې شوي وه. د پرېکړې له مخې، د مالیې، کورنیو چارو وزارتونه او اړوند بنسټونه به په دې بندر کې نوې بېخبناوې جوړې او شته ودانیز جوړښتونه به پراخ کړي.

Published

on

د اقتصادي کمیسیون له لوري، چې مشري یې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر کوي؛ د شېرخان بندر د ظرفیت لوړولو طرحه د افغانستان، تاجکستان، قرغیزستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره تائید شوه.

اقتصادي کمیسیون د سې‌شنبې پر ورځ د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت هغه وړاندیزونه وڅېړل او تائید کړل، چې د شېرخان بندر له لارې د سوداګرۍ د پراختیا په اړه وړاندې شوي وه. د پرېکړې له مخې، د مالیې، کورنیو چارو وزارتونه او اړوند بنسټونه به په دې بندر کې نوې بېخبناوې جوړې او شته ودانیز جوړښتونه به پراخ کړي.

همدارنګه له تاجکستان سره د همغږۍ له مخې به د شېرخان بندر کاري ساعتونه زیات شي، چې د بار وړونکو موټرو د تګ راتګ او سوداګریزو راکړو ورکړو د پراختیا لپاره ډېرې آسانتیاوې برابرې شي.

اقتصادي کمیسیون د مالیې وزارت ته دنده سپارلې، چې په شېرخان بندر کې د یوه لوژستیکي مرکز د جوړولو لپاره اړینه بودجه ځانګړې کړې. دغه مرکز به ګمرکي، زېرمې، د توکو د کښته کولو او بارولو خدمتونه وړاندې کوي.

په همدې غونډه کې د ټولګټو وزارت هم موظف شو، چې د ایکو د اوسپنې‌پټلۍ دهلېز د فعالولو لپاره د افغانستان په داخل کې د اوسپنې‌پټلۍ اړین ودانیز جوړښتونو جوړ کړي. یاد دهلېز د ایران، افغانستان، تاجکستان او قرغیزستان ترمنځ رامنځته شوی دی.

له بلې خوا اقتصادي کمیسیون پرېکړه کړې، چې څو امارتي شرکتونه خپلې زړې او سکراپ اوسپنې د ملي پراختیا شرکت ته وسپاري، چې له پروسس وروسته ترې معیاري سیخ‌ګولونه تولید او د دولت په سترو پروژو کې وکارول شي.

په دې غونډه کې د ملي معیار او کیفیت ادارې ۳۷ معیارونه او ۱۲ ازمایښتي کړنلارې هم تائید شوې. دغه معیارونه د کرنیزو محصولاتو، خوراکي توکو، درملو، ساختماني توکو، مخابراتو، طبي تجهیزاتو، کیمیاوي او پلاستیکي توکو په ګډون بېلابېلې برخې رانغاړي او د هېواد د اړتیاوو او نړیوالو معیارونو له مخې چمتو شوي دي.

د غونډې په پای کې د یو شمېر تعقیبي موضوعاتو راپورونه وړاندې او اړوند ادارو ته لازمې لارښوونې وشوې. د غونډې ټولې پرېکړې د وروستۍ منظورۍ لپاره د اسلامي امارت د رهبر دفتر ته لېږل شوې دي.

Trending

Exit mobile version