سیمه ییز خبرونه
د شېرزادو ولسوالۍ ډېرې سیمې طالبانو لاندې کړې دي
د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ ترخونړیو نښتو وروسته د دغۍ ولسوالۍ ډېرې سیمې وسله والو طالبانو لاندې کړې دي.
څلور ورځې مخكې د ننګرهار د شېرزادو او خوګياڼيو ولسواليو كې د طالب وسله والو او افغان سرتېرو تر منځ كابو دوه ورځې خونړۍ نښتې روانې وې.
په جګړه كې د يو سلو پنځوسو وسله والو طالبانو د وژنې او ټپي كېدو سر بېره د درويشت افغان سرتېرو د وژنې خبرونه وركړل شول.
د شوې جګړې په سيمه كې د دولتي ځواكونو سوځېدلي موټر پراته دي او وسلوال طالبان په دولتي رينجرو كې ګرځي.
د جګړې په سيمه كې عادي وګړي وايي، چې يو شمېر ولسي وګړي ټپيان شوي او ځيني كورونه وران شوي دي.
يو شمېر كورنۍ په سيمه كې د غېر عادي حالت او د جګړې د بيا تودېدو له وېرې كډه شوي دي.
خلک وايي، دمګړۍ د شېرزادو د ولسوالۍ ډېرې سیمې دوسله والوطالبانو په لاس کې دي او افغان سرتېري یوازې د ولسوالۍ انګړساتي.
د ننګرهارد امنیت امر معصوم خان وايي، چې په سيمه كې د حالاتو د كابو كولو لپاره به ډېر ژر لاس په كار شي.
په ټوله كې د دغې سيمې وګړي له جګړې ستومانه او د امن غوښتنه كوي، هلته ښوونځي او روغتيايي مركزونه فعال دي، خو وسله وال طالبان يې چارې څاري.
د شېرزادو او خوګياڼيو ولسوالۍ له ډيورند كرښې سره په خوا كې پرتې دي، چې د چارواكو په وېنا وسله وال مخالفين په اسانۍ كولى شي له كرښې هغې خواته واوړي.
