تازه خبرونه
د صنعت او سوداګرۍ وزیر له خپل بېلاروس سیال سره د ډیزلو او پټرولو پر پېرلو خبرې وکړې
نورالدین عزیزی دا موضوع ازبکستان ته د خپل سفر پر مهال د بېلاروس د صنعت له وزیر سره مطرح کړې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی له خپل بېلاروس سیال آندرې یوګنیویچ کوزنیتسوف سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د کچې د لوړولو او له بېلاروس څخه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو په اړه خبرې کړې دي.
نورالدین عزیزی دا موضوع ازبکستان ته د خپل سفر پر مهال د بېلاروس د صنعت له وزیر سره مطرح کړې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ نوموړي د بېلاروس له پانګهوالو وغوښتل، چې په افغانستان کې د پانګونې له فرصتونو؛ په ځانګړي توګه د درملو په سکټور کې، ګټه واخلي او پانګونه وکړي.
د خبرپاڼې له مخې؛ دواړو لوریو هوکړه کړې، چې د دواړو وزارتونو د مرستیالانو پر کچه یوه کاري ډله جوړ کړي، چې د یادې ناستې پر موضوعاتو، په ځانګړي توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د زیاتوالي په اړه، نورې خبرې او همغږي هم ترسره کړي.