تازه خبرونه

د طالبانو له ژمنو سره سره تاوتریخوالی ډېر شوی ـ اشرف غني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۰, ۱۳۹۹)

ولسمشر اشرف غني ویلي، چې په هېواد کې د طالبانو له ژمنو سره سره تاوتریخوالي ډېر شوی دی.

د شانګهای سازمان په ننۍ ناسته کې د وینا پر مهال اشرف غني ویلي: په خواشینۍ، چې  نه یوازې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو ژمنې او هر اړخیز اوربند رامنځته نشو، بلکې د طالبانو له لوري تاوتریخوالی ډېر هم شو. پر کابل پوهنتون غیر انساني برید، د تاوتریخوالي له فکره سرچینه اخیستې او د نشه یي توکو پر تولید، زمونږ د طبیعي پانګې او فرهنګي میراثونو پر قاچاق د تروریزم د تمویل منابعو په توګه تکیه کوي، چې واقعي غور او ارزونې ته اړتیا لري.

ولسمشر ټینګار کړی؛ سره له دې، چې د افغانستان خلک له بېلابېل ناکراریو سره مخ دي، خو سوله اوس هم زموږ د لومړیتوبونو په سر کې ده.

نوموړي زیاته کړې: د حکومت او یوې ټولنې په توګه  مونږ له طالبانو سره د مستقیمو خبرو او خپلمنځي خبرو له پیلولو سره سختې پېکړې کولو ته خپله ژمنتیا، لیوالتیا او زړورتیا وښودله.

دغه راز اشرف غني د شانګهای له مشرانو وغوښتل، چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت په چوکات کې له سولې ملاتړ وکړي.

هغه زیاته کړې: لکه څنګه، چې د هېوادونو حاکمیت او خپلواکۍ ته درناوی د شانګهای همکارۍ سازمان یو له بنسټیزو غوښتنو دی؛ مونږ له تاسو ټولو څخه غواړو، چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت په چوکاټ کې د تلپاتې سولې بهیر ملاتړ وکړئ.

ولسمشر اشرف غني ویلي؛ د اساسي قانون له احکامو سرغړونه به نه یوازې منفي اغېزې ولري، بلکې د یورو – آسیایي وچو اقتصاد رامنځته کولو بهیر به هم ګډوډ او جرمي شبکې رامنځته کړي.

هغه وویل: د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا ۲۵۱۳ پرېکړه لیک د تصویب په خاطر له تاسې مننه کوو، د سولې خبرو د ترسره کولو لپاره یو عالي لارښود دی. د شانګهای همکاریو سازمان په چوکاټ کې قاطع اجماع به مونږ قادر کړي، چې د سولې بهیر د تامین لپاره هوکړې ته ورسېږو. د سولې اعمار، چې په کې بیاځلې ګډوال او بې ځایه شوي خلک له افغان ټولنې سره یو ځای کېږي او د یوه ملت د ټولو اجزاوو د توافق لپاره، دولتي پیاوړی ظرفیت او خوځنده مارکیت ته اړتیا لري، چې مونږ له بېوزلۍ څخه نسبي هوساینې ته ورسوي.

غني ټینګار کړی: مونږ په یوې پرانیستې تاریخي مقطع کې قرار لرو. زمونږ د څلور لسیزو، په ځانګړي ډول د ښځو او کوچنیانو درد او غم کېدای شي ختم شي. لطفاً په غمناک تېر د بریالي کېدو او له همکاریو څخه د ډکې راتلونکې لپاره د شانګهای له ماهیت څخه استفاده وکړئ.

Trending

Exit mobile version