Connect with us

تازه خبرونه

د طالبانو پر وړاندې د ولسونو له درېدو ملاتړ وکړئ ـ اشرف غني

خپور شوی

د

ولسمشر اشرف غني نن دوشنبه د زمري ۱۱ د ملي شورا د دواړو جرګو په ناسته کې د اړوند ولایتونو له استازیو وغوښتل، چې د طالبانو پر وړاندې دې ولسونه درېدو ته وهڅوي.  

نن دوشنبه د زمري ۱۱ ولسمشر محمد اشرف غني د ملي شورا په ځانګړې غونډه کې د طالبانو پر وړاندې د ولسي پاڅون غوښتنه وکړه او د ملي شورا پرغړیو یې غږ وکړ، چې په دې برخه کې همکاري وکړي.

 د هېواد په دې روان ترینګلي امنیتي حالت کې ولسمشر غني د ملي شورا ځانګړې ناستې ته طالبان فتنه، خوارج او شریر یاد کړل او خبرداری یې ورکړ، چې که د سولې رښتینو خبرو ته زنګون پر زنګون حاضر نشي، د جګړو په ډګرونو کې به یې زنګونونه مات شي.

ولسمشر محمد اشرف غني وایي: مونږ ته اوږه راکړئ، چې ړڼه راتلونکې جوړه کړو، له خپلو ولسي اړیکو ګټه پورته کړئ؛ ځکه هر استازې د زرګونه خلکو استازیتوب کوي. په دې توګه به د طالبانو پر وړاندې ملي او ولسي یووالی رامنځته او دښمنان به له پرېکنده ځواب سره مخ شي.                     

ولسمشر غني امنیتي بنسټونو ته امر کړی، چې د ترهګرو ډلو د ائتلاف او فتنې مخه دې ونیسي.

نوموړی وایي: زما ژمنه دا ده، چې د هیڅ ورانکارې ډلې پر وړاندې زنګون نه وهم یا د خبرو په میز کې زنګون پر زنګون کېنم او یا به یې د جګړو په ډګرونو کې زنګونونه مات شي.

ولسمشر غني ویلي، چې طالبان پر سوله باور نلري او د یوې تحمیلي جګړې په لټه کې دي. له همدې کبله وه، چې د سولې خبرې یې د جمهوریت د تخریب لپاره د فشار او د یوې یرغلګرې ډلې لپاره مشروعیت ورکول وګڼل شول.

هغه زیاتوي: سولې ته رسېدل زمونږ لومړیتوب دی؛ خو طالبان او ملاتړي یې فتنې جوړوي.

ولسمشر غني ټول سیاسي بهیرونه او خلک یووالي ته را وبلل، څو د سترو دسیسیو په وړاندې ودریږي.

اشرف غني ویلي: د ملامت او سلامت د بېلولو وخت نلرو؛ قضاوت خلکو ته پرېږدو او ټینګار مو پر ملي یووالي راڅرخي. مونږ له ملي آزمون سره مخ یو؛ ځکه یو موټي اجیرو عناصرو او وینه توییوونکیو د الله پاک کلام تر پښو لاندې کړی او د خلکو پر ژوندانه تېری کوي.  

ولسمشر په شپږ راتلوونکیو میاشتو کې د امنیتي حالت د بدلولو ډاډ ورکوي او په دې اړه وایي، چې حکومت په دې اړه ستر پلان لري او امنیتي ځواکونو ته امر کوي، په پرېکنده ډول د طالبانو پر وړاندې ودریږي.

غني زیاتوي: زمونږ امنیتي پلان ښکاره دی او تر ۶ میاشتو به دا حالت مدیریت شي؛ اردو به پر ستراتیژیکې دفاع څرخي، پولیس به ښاري امنیت خوندي کوي او ملي امنیت به د ولسي یووالي چارې پر غاړه اخلي. د دې پروګرام د پلي کېدو لپاره نړیوال ملاتړ له ځان سره لرو.    

په همدې حال کې ولسمشر غني د اوسني کړکېچ د ژغورنې لار له امنیتي ځواکونو پراخ ملاتړ بولي او وایي، چې یو موټی ملت کولی شي افغانستان د بهرنیانو له دسیسو وژغوري.

تازه خبرونه

په روسیه کې د مسکو فارمټ اتمه غونډه سبا جوړېږي

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل آریانا نیوز ته ویلي، چې امیر متقي به له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي او د افغانستان د وضعیت، سیمه‌ییزو تحولاتو او په افغانستان کې د شته فرصتونو په اړه خبرې وکړي.

Published

on

ټاکل شوې، چې د افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» اتمه مشورتي غونډه سبا دوشنبه(د تلې دیارلسمه / د اوکټوبر پېنځمه) په مسکو کې جوړه شي. د افغانستان پلاوی به د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي پر مشرۍ په دې غونډه کې ګډون وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل آریانا نیوز ته ویلي، چې امیر متقي به له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي او د افغانستان د وضعیت، سیمه‌ییزو تحولاتو او په افغانستان کې د شته فرصتونو په اړه خبرې وکړي.

دغه غونډه په داسې وخت کې جوړېږي، چې د کابل او اسلام‌‌آباد ترمنځ ترینګلتیاوې زیاتې شوي او روسیې هم د دغو ترینګلتیاوو د کمولو لپاره پر خبرو اترو ټینګار کړی دی.

د غونډې مهم بحثونه به د کابل او اسلام‌‌آباد ترمنځ وروستۍ ترینګلتیاوې، سیمه‌ییز تحولات، اقتصادي همکاري، سوداګري او ټرانزیټ وي.

ویل کیږي، چې په دې غونډه کې به د افغانستان ترڅنګ د پاکستان، چین، هند، ایران او د منځنۍ آسیا د هېوادونو استازي هم ګډون کوي او تمه ده، چې د غونډې په پای کې ګډه اعلامیه خپره شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

مونږ د افغانانو او پاکستانيانو بې‌ځایه وینه تویول ناروا ګڼو- عبداللطیف منصور

منصور د بدخشان په واخان کې د ۱۲۱ کیلومټره سړک د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې ځینې کسان د «ورځني بمبارډ» په غبرګون کې احساساتي کېږي؛ خو افغانستان باید د ځان‌بساینې داسې کچې ته ورسېږي، چې له خپلو وګړو دفاع وکړی شي.

Published

on

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور پر افغانستان د پاکستان د پوځي رژیم د بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې اسلامي امارت د افغانانو او پاکستانيانو بې‌ځایه وینه تویول ناروا ګڼي؛ ځکه دواړه لوري مسلمانان دي.

منصور د بدخشان په واخان کې د ۱۲۱ کیلومټره سړک د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې ځینې کسان د «ورځني بمبارډ» په غبرګون کې احساساتي کېږي؛ خو افغانستان باید د ځان‌بساینې داسې کچې ته ورسېږي، چې له خپلو وګړو دفاع وکړی شي.

نوموړي ویلي:« مونږ باید دا نظام داسې پیاوړی کړو، چې ځان‌بساینې ته ورسېږو او له هر افغان څخه داسې دفاع وکړی شو، چې زیان‌رسوونکی کس په خپل هېواد کې شنډ کړو.»

منصور زیاته کړې، اوسنی نظام اوس هم په بشپړه توګه پر ځان‌بسیا شوی نه‌دی؛ خو هڅه کېږي، هم له افغانانو دفاع وشي او هم وضعیت دې پړاو ته ونه‌رسېږي، چې «وینه تویېږي، جنازې روانې وي او موخه معلومه نه‌وي.»

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ویلي:« مونږ د خپلو خلکو بې‌ځایه وینه تویول ناروا ګڼو او د پاکستانيانو وینه تویول هم ناروا ده؛ ځکه هغوی هم مسلمانان دي.»

د پاکستان پوځي چارواکي تل ادعا کوي، چې په دې هېواد کې د وسله‌والو بریدونه په افغانستان کې تنظیمېږي؛ خو اسلامي امارت دا ادعا رد کړې او څرګندوي، چې افغانستان د پاکستان د «امنیتي ناکامۍ» مسوول نه‌دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د واخان ۱۲۱ کیلومټره سړک د چین تر پولې بشپړ شو

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور د دغه سړک د ګټې اخیستنې په مراسمو کې ویلي، سړک ۶۶ پلچکونه او څلور لوی پلونه لري او د لارې په بېلابېلو برخو کې یې ټولټال ۳۱۰۰ مټره استنادي دېوالونه جوړ شوي دي.

Published

on

نن یکشنبه(د تلې دولسمه) د بدخشان د واخان ولسوالۍ له بروغیل سرحدي سیمې څخه د چین تر پولې پورې د ۱۲۱ کیلومټره سړک کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور د دغه سړک د ګټې اخیستنې په مراسمو کې ویلي، سړک ۶۶ پلچکونه او څلور لوی پلونه لري او د لارې په بېلابېلو برخو کې یې ټولټال ۳۱۰۰ مټره استنادي دېوالونه جوړ شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د دغه سړک د جوړولو او جغلاچولو چارې د ۳۶۵ میلیون افغانیو پر لګښت د اسلامي امارت له پراختیايي بودجې بشپړې شوې دي.

عبداللطیف منصور د واخان لارې د پرانستې په مراسمو کې د وینا پر مهال ويلي، دا سړک د افغانستان لپاره سټراټیژیک سیاسي او اقتصادي ارزښت لري.

نوموړي زیاته کړې: سره له دې، چې پاکستان د واخان سړک د جوړولو مخالف و؛ خو د دې پروژې د بشپړولو هوډ یې درلود.

منصور زیاته کړې؛ د پاکستان د هوايي بریدونو غچ به په داسې ډول واخیستل شي، چې د وینې تویېدو او سپکاوي لامل نه‌شي.

دغه راز د بدخشان والي رحمت‌الله نجیب ویلي، په دې ولایت کې امنیت ټینګ دی او د بدخشان په هیڅ سیمه کې امنیتي ستونزه نشته.

رحمت‌الله نجیب ویلي؛ د اسلامي امارت پر ضد به هر ډول حرکت شنډ شي او عاملان به یې یا نیول کیږي او یا به ووژل شي.

د واخان یو شمېر اوسېدونکي هم د دغه سړک له جوړېدو خوښ دي او وايي، د دې سړک له جوړېدو سره به یې ګڼې ستونزې حل شي.

د واخان سړک ۱۲۱ کیلومټره اوږدوالی لري او د جغل اچونې چارې یې په درې کلونو کې بشپړې شوې دي.

ویل کیږي، چې دغه سړک د بدخشان له لارې افغانستان له چین سره نښلوي او د چین او د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د ټرانزیټي او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره مهمه لار هم ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!