تازه خبرونه

د طالبانو پر وړاندې د ولسونو له درېدو ملاتړ وکړئ ـ اشرف غني

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱۱, ۱۴۰۰)

ولسمشر اشرف غني نن دوشنبه د زمري ۱۱ د ملي شورا د دواړو جرګو په ناسته کې د اړوند ولایتونو له استازیو وغوښتل، چې د طالبانو پر وړاندې دې ولسونه درېدو ته وهڅوي.  

نن دوشنبه د زمري ۱۱ ولسمشر محمد اشرف غني د ملي شورا په ځانګړې غونډه کې د طالبانو پر وړاندې د ولسي پاڅون غوښتنه وکړه او د ملي شورا پرغړیو یې غږ وکړ، چې په دې برخه کې همکاري وکړي.

 د هېواد په دې روان ترینګلي امنیتي حالت کې ولسمشر غني د ملي شورا ځانګړې ناستې ته طالبان فتنه، خوارج او شریر یاد کړل او خبرداری یې ورکړ، چې که د سولې رښتینو خبرو ته زنګون پر زنګون حاضر نشي، د جګړو په ډګرونو کې به یې زنګونونه مات شي.

ولسمشر محمد اشرف غني وایي: مونږ ته اوږه راکړئ، چې ړڼه راتلونکې جوړه کړو، له خپلو ولسي اړیکو ګټه پورته کړئ؛ ځکه هر استازې د زرګونه خلکو استازیتوب کوي. په دې توګه به د طالبانو پر وړاندې ملي او ولسي یووالی رامنځته او دښمنان به له پرېکنده ځواب سره مخ شي.                     

ولسمشر غني امنیتي بنسټونو ته امر کړی، چې د ترهګرو ډلو د ائتلاف او فتنې مخه دې ونیسي.

نوموړی وایي: زما ژمنه دا ده، چې د هیڅ ورانکارې ډلې پر وړاندې زنګون نه وهم یا د خبرو په میز کې زنګون پر زنګون کېنم او یا به یې د جګړو په ډګرونو کې زنګونونه مات شي.

ولسمشر غني ویلي، چې طالبان پر سوله باور نلري او د یوې تحمیلي جګړې په لټه کې دي. له همدې کبله وه، چې د سولې خبرې یې د جمهوریت د تخریب لپاره د فشار او د یوې یرغلګرې ډلې لپاره مشروعیت ورکول وګڼل شول.

هغه زیاتوي: سولې ته رسېدل زمونږ لومړیتوب دی؛ خو طالبان او ملاتړي یې فتنې جوړوي.

ولسمشر غني ټول سیاسي بهیرونه او خلک یووالي ته را وبلل، څو د سترو دسیسیو په وړاندې ودریږي.

اشرف غني ویلي: د ملامت او سلامت د بېلولو وخت نلرو؛ قضاوت خلکو ته پرېږدو او ټینګار مو پر ملي یووالي راڅرخي. مونږ له ملي آزمون سره مخ یو؛ ځکه یو موټي اجیرو عناصرو او وینه توییوونکیو د الله پاک کلام تر پښو لاندې کړی او د خلکو پر ژوندانه تېری کوي.  

ولسمشر په شپږ راتلوونکیو میاشتو کې د امنیتي حالت د بدلولو ډاډ ورکوي او په دې اړه وایي، چې حکومت په دې اړه ستر پلان لري او امنیتي ځواکونو ته امر کوي، په پرېکنده ډول د طالبانو پر وړاندې ودریږي.

غني زیاتوي: زمونږ امنیتي پلان ښکاره دی او تر ۶ میاشتو به دا حالت مدیریت شي؛ اردو به پر ستراتیژیکې دفاع څرخي، پولیس به ښاري امنیت خوندي کوي او ملي امنیت به د ولسي یووالي چارې پر غاړه اخلي. د دې پروګرام د پلي کېدو لپاره نړیوال ملاتړ له ځان سره لرو.    

په همدې حال کې ولسمشر غني د اوسني کړکېچ د ژغورنې لار له امنیتي ځواکونو پراخ ملاتړ بولي او وایي، چې یو موټی ملت کولی شي افغانستان د بهرنیانو له دسیسو وژغوري.

Trending

Exit mobile version