تازه خبرونه
د طالبانو په نفوذي برید کې ۱۲ سیمه ییز پولیس وژل شوي
(Last Updated On: مرغومی ۲۷, ۱۳۹۹)
د جمعې پر شپه (د مرغومي ۲۵) د هرات په غوریان ولسوالۍ کې درې طالب نفوذیان د سیمه ییزو پاڅونوالو لیکو ته وردننه شوي او ۱۲ کسان یې وژلي؛ وسلې او مهمات یې هم له ځان سره وړي دي.
سرچینو ويلي، چې د طالبانو نفوذي غړي درې شپې مخکې له دغو ځواکونو سره یوځای شوي وه.
پدې وروستیو کې د هرات غوریان ولسوالي د ناامنیو ښکار شوې؛ خو دولت له وسلوالو مخالفانو سره د جګړې لپاره یوه ډله پاڅونوال دغې ولسوالۍ ته استولي وه.
د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولیزاده د پېښې پخلی کړی دی.
هغه ویلي، چې تېره شپه دوه طالب نفوذي کسان د پاڅونوالو اډې ته ننوتي او ۱۲ کسان یې ووژل.
ولیزاده زیاته کړې، چې د پېښې د څېړلو لپاره یو پلاوی سیمې راغلی دی.