تازه خبرونه
د عالمانو غونډې ته د اسلامي امارت مشرتابه د اسلامي احکامو پر پلي کولو ټینګار څرګند کړ
نن جمعه د چنګاښ لسمه د اسلامي امارت مشر مولوي هبة الله آخوندزاده د لومړي ځل لپاره کابل ته راغی او د عالمانو په لویه غونډه کې یې ګډون او وینا وکړه.
په دې غونډه کې د اسلامي امارت مشر په خپله اوږده وینا کې پر قصاص، عدالت، د ظلم مخنیوي او له اداري او سیاسي فساد سره پر مبارزه ټینګار وکړ.
مولوي آخوندزاده د خپلو خبرو پر مهال د الهي قانون پر پلي کولو په ځانګړي توګه د غچ اخیستنې په اړه وویل، چې د الله باک دغه فرمان تر اوسه ندی عملي شوی او کله، چې پلي شي، ګڼ غبرګونونو به راوپاروي.
په ورته وخت کې مولوي آخوندزاده د اقتصادي ستونزو په برخه کې وايي، چې خلک باید د بهرنیو مرستو انتظار ونکړي؛ ځکه، چې پر بهرنیو مرستو مو هېواد نه جوړېږي.
که څه هم د اسلامي امارت مشر د هېواد پر بېلابېلو مسایلو خبرې وکړې؛ خو د نجونو د ښوونځیو پر پرانیستلو، د کار د حق او تعلیم په اړه څه ونه ویل.
د اسلامي امارت مشرتابه مولوي هبة الله آخوندزاده د عالمانو په لویه غونده کې وویل: خلک په تمه دي، چې د جهاد د مهال شعارونه پلي کړئ.
د اسلامي امارت مشرتابه د عالمانو لویې غونډې ته څرګنده کړه؛ شل کاله مخکې چا نشو کولی د شریعت په اړه خبرې وکړي؛ یابه وهل کېدو ، یابه بندي کېدو او یا به ووژل شو. د جهاد په پایله کې د الله پاک پر لوري دعوت آزاد شو.
مولوي هبة الله اخوندزاده د عالمانو په لویه غونډه کې وویل: نړۍ به په آسانه تاسې ته تسلیم نشي، چې پر اسلامي احکامو حکم وکړئ او یا هغوی ووایي، چې دا کار وکړئ. تر اوسه پورې قصاص او اسلامي حدود ندي نافذ شوي. که مونږ یې پلي کړو، دوی به غبرګون وښيي او مونږ به خپل شرعي قانون پلی کړو.
مولوي هبة الله آخوندزاده د عالمانو په لویه غونډه کې په ډاګه کړه؛ زمونږ موخه د الله پاک رضا ده او د نړۍ هغه غوښتنې، چې الله پاک پرې ناراضه کیږي د منلو ندي.
د ا.ا.ا. مشسرتابه مولوي هبة الله آخوند زاده د عالمانو په لویه غونډه کې وایي: لکه څنګه، چې د عامو مسلمانانو لپاره امنیت اړین دی، دغسې د حکومت په بدنه کې امنیت یهم اړین دی؛ ځکه، چې فساد، رشوت، ځانځاني، زورواکي، قوم پرستی او انډیوالي ختمه شي.
دغه راز مولوي هبة الله اخوندزاده ويلي: که زمونږ په عملياتو کې افغانان او مسلمانان زيانمن شوي وي؛ نو زمونږ بنسټیزه موخه جهاد او د کفارو له منځه وړل ول، چې اوسنی حالت تر لاسه شي. که هغو د کفارو تر څنګ ولاړ ول، زه په ډاډ سره ویلی شم، چې زمونږ موخه د دوی وژل نه ول، دوی کفارو ته ډال شويوه.
سربېره پر دې د اسلامي امارت مشر د هېواد د بهرنۍ تګلارې په اړه څرګنده کړه، چې افغانستان د اسلامي حکومت له پلوه یو خپلواک هېواد دی او زیاتوي، چې له هيڅ هېواد سره د اسلامي مسایلو پر سر خبرې نکوي.
په ورته وخت کې د اسلامي امارت مشر له نړۍ غوښتي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونکړي؛ ځکه دا هېواد نور د هیچا د لاس وسیلې ندي.
نوموړي زیاته کړې، دښمن په نظامي ډګر کې مات شوی؛ خو دوی د فتنې په لټه کې دي او د اسلامي امارت پر ضد تبلیغات کوي، نو اسلامي امارت باید په خپلو صفونو کې د نفاق اچولو اجازه ورنکړي.
هغه د هېواد له ګاونډیانو سره پر نرمۍ خبرې کوي او وايي، چې اسلامي امارت د افغانستان د ګاونډیانو په وړاندې کومه بده اراده نلري او دا هېوادونه باید اندېښمن نه وي.
د اسلامي امارت مشر په داسې حال کې د هېواد د بهرني سیاست لپاره نوې کرښه رسموي، چې د هېواد بهرنیو چارو وزیر اوس هم د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره په دوحه کې دی او له غربي چارواکو سره خبرې کوي.
دغه راز د هېواد د نوي حکومت رییس الوزرا د هغو سياسي څېرو په اړه، چې له هېواده بهر ژوند کوي وايي، چې له فتنې او شر څخه دې لاس واخلي او هېواد ته دې د باعزته ژوند لپاره راستانه شي.