روغتيا

د عامې روغتیاوزارت چارسمبالي د روغتیایي سکټور په اړه د نړیوال وجهي صندوق او د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له استازو سره وکتل

د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې دوی په دې لیدنه کې د اچ آی ويHIV ملاریا او نري رنځ د مخنیوي، په دې سکټورونو کې د همکارۍ، د روغتیایي سیسټم پیاوړتیا او د نورې همغږۍ په اړه هم بحث او نظرونه تبادله کړل.

Published

on

د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي په خپل دفتر کې د وجهي صندوق له استازو انکجن او الیا بخاریف او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) له استازو دینا پټیل او ډاکټر اکمل نصرت سره ولیدل.

د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې دوی په دې لیدنه کې د اچ آی ويHIV ملاریا او نري رنځ د مخنیوي، په دې سکټورونو کې د همکارۍ، د روغتیایي سیسټم پیاوړتیا او د نورې همغږۍ په اړه هم بحث او نظرونه تبادله کړل.

د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي د نړیوالو شریکانو له مرستې ستاینه وکړه او د دوامداره او باثباته روغتیایي خدماتو پر وړاندې کولو یې ټینګار وکړ.

د دې ناستې ګډونوالو د روغتیايي پروژو پر همغږۍ، د بودجې شفافیت او د غوره خدماتو د وړاندې کولو لپاره د اړینو اقداماتو په اړه هم هوکړه وکړه.

دغه راز د وجهي صندوق استازو ژمنه وکړه، چې د افغانستان د روغتیايي سکټور د پیاوړتیا لپاره به خپلې مرستې روانې ساتي او د راتلونکي همکارۍ لپاره پر دوامداره اړیکو او همغږۍ هم ټینګار وشو.

Trending

Exit mobile version