تازه خبرونه

د عامې روغتیا وزارت پلاوي ترکیې ته سفر وکړ

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان ویلي؛ د دې سفر موخه د ترکیې له روغتیایي چارواکو سره خبرې، د دې هېواد له روغتیایي او علمي مرکزونو لیدنه او په افغانستان کې د روغتیایي خدماتو د کیفیت لوړولو د لارو چارو په اړه بحث دی.

Published

on

د عامې روغتیا وزارت چارواکو ویلي، چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي حدماتو مرستیال پر مشرۍ ترکیې ته د روغتیایي همکاریو د پراخولو پر موخه دې هېواد ته سفر وکړ.

دې وزارت زیاته کړې؛ د دې وزارت د روغتیایي خدماتو مرستیال عبدالولي حقاني، د یوه پلوي پر مشرۍ ترکیې ته سفر کړی، چې د روغتیایي همکاريو د پراختیا لپاره خبرې وکړي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان ویلي؛ د دې سفر موخه د ترکیې له روغتیایي چارواکو سره خبرې، د دې هېواد له روغتیایي او علمي مرکزونو لیدنه او په افغانستان کې د روغتیایي خدماتو د کیفیت لوړولو د لارو چارو په اړه بحث دی.

د عامې روغتیا وزارت مسوولانو ویلي، چې دغه پلاوی به په خپل سفر کې د ترکیې له حکومتي اوسکټوري  استازو سره وګوري او پر هغو موضوعاتو به بحث وکړي، چې د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او په روغتیایي خدماتو کې د همغږۍ زیاتولو پورې اړه لري.

ډاکټر عبدالله احمدي ویلي، چې د هېواد روغتیایي سیسټم اوسمهال زیاتې مرستې ته اړتیا لري او د عامې روغتیا وزارت هڅې له سیمه‌ییزو هېوادونو سره د روغتیایي همکارۍ د پراختیا لپاره اړینې دي.

دا سفر په داسې حال کې ترسره کیږي، چې د روغتیا نړیوالې ټولنې ويلي، چې د مرستو د کمښت له کبله به د روان کال تر پایه پورې لږ تر لږه ۱۰ سلنه افغانان اساسي روغتیايي خدماتو ته لاسرسی ونلري.

Trending

Exit mobile version