روغتيا
د عامې روغتیا وزارت په ټول هېواد کې د ګوزڼ ضد واکسین ورکول پیل کړل
د افغانستان د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د ملګرو ملتونو سازمان د اړوندو څانګو په همکارۍ نن دوشنبه د کب دوهویشتمه / د مارچ دیارلسمه په ټول هېواد کې د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کړ.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت ويلي، له دغه کمپاین څخه هدف له پېنځه کلونو کم عمره ۹ اعشاریه ۴ میلیون ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکول دي.
دغه وزارت څرګنده کړې، د کمپاين په دې پړاو کې به له شپږ مياشتو څخه تر پېنځه کلونو ماشومانو ته ويتامين A هو ورکړ شي، چې د ناروغيو پر وړاندې یې د بدن د معافيت کچه لوړه شي.
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر داکتر قلندر عباد وایي: د عامې روغتیا وزارت رهبري هوډ لري، چې ژر تر ژره له افغانستان څخه ګوزڼ ویروس په بشپړه توګه له منځه یوسي. په دې برخه کې وروستي پرمختګونه هیله بښونکي دي. افغانستان اوس د بل هر وخت پر پرتله د ګوزڼ له منځه وړلو ته نږدې شوی او د ټولنې پر فعاله ونډه او ګډو هڅو به دا ناروغي له منځه ولاړه شي.
د معلوماتو له مخې، په روان کال کې د ګوزڼ کومه پېښه نده ثبت شوې. تېر کال دوه پېښې وې، چې یوه یې په پکتیکا او بله یې په کونړ ولایت کې وه.
پوليو يوه ويروسي ناروغي ده، چې درملنه يې نهکېږي او يوازې پر واکسيناسيون يې مخنيوی او له منځه وړل شوني دي. هغه ماشومان، چې پدې ناروغۍ اخته شي د تل لپاره فلج وي او یا مړه کیږي.
