Connect with us

روغتيا

د عامې روغتیا وزیر د هند له تلپاتي ملاتړ ستاینه وکړه

نورجلال جلالي په یوه ځانګړې مرکه کې له یوې هندي شبکې سره ویلي، چې افغانان له ډېرو کلونو راپدېخوا د درملنې لپاره هند ته سفر کوي او په وروستیو کلونو کې زرګونه ناروغان له دې بهیر څخه برخمن شوي دي.

خپور شوی

د

د افغانستان عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي هند ته د خپل رسمي سفر پر مهال د افغانستان د روغتیا په برخه کې د نوي‌ډیلي اوږدمهاله ملاتړ وستایه او د هند صحي ویزې یې د افغان ناروغانو لپاره «یوه اړینه بشري لار» وبلله.

نورجلال جلالي په یوه ځانګړې مرکه کې له یوې هندي شبکې سره ویلي، چې افغانان له ډېرو کلونو راپدېخوا د درملنې لپاره هند ته سفر کوي او په وروستیو کلونو کې زرګونه ناروغان له دې بهیر څخه برخمن شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د صحي ویزو آسانتیا د افغان ناروغانو لپاره پرمختللیو درملیزو خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې اړین ګڼل کیږي.

د عامې روغتیا وزیر همدارنګه د افغانستان د روغتیايي بېخبناوو په برخه کې د هند له مرستو هرکلی کړی او په کابل کې د انډرا ګاندي ماشومانو روغتون یې «په افغانستان کې د ماشومانو له سترو او مهمو روغتونونو څخه یو» بللی دی.

هند له دې مخکې په دې روغتون کې د تلاسیمیا مرکز، یو عصري تشخیصې مرکز او نوی تودوخې سیسټم جوړ کړی او ژمنه یې کړې، چې د سي‌ټي‌سکن ماشین او نورې بېخبنایي مرستې به هم برابرې کړي.

د ورکړ شویو معلوماتو پر بنسټ هند همدارنګه د کابل په بګرامي ولسوالۍ کې د ۳۰ بستریز روغتون د جوړولو پلان لري، چې په کې به د سرطان د درملنې مرکز، د ټروما مرکز او د میندو او ماشومانو د روغتیا پېنځه کلینیکونه شامل وي. سربېره پر دې شاوخوا ۷۵ مصنوعي پښې (جایپور فوټ) افغان ښاریانو ته لګېدلې دي او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د سفر پر مهال هند ۲۰ امبولانسونه هم افغانستان ته ډالۍ کړي دي.

نورجلال جلالي د هند د روغتیا او د کورنیو د هوساینې له وزیر سره په لیدنه کې د طبي تجهیزاتو، درملو د تنظیم، د روغتیايي کادرونو د روزنې او د اړتیا وړ درملو د برابرولو؛ په ځانګړي توګه د سرطان درملو، پر پراخولو ټینګار کړی او څرګندوي، چې نوي‌ډیلي ژمنه کړې دا درمل به په بېړني ډول افغانستان ته وسپاري.

هغه همدارنګه د ظرفیت لوړولو، په هند کې د افغان ډاکټرانو د روزنې او افغانستان ته د هندي طبي ډلو د لېږلو موضوع د عامې روغتیا وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه بللې او وایي، چې له لسیزو جګړو او بې‌ثباتۍ وروسته د روغتیايي بشري سرچینو پیاوړتیا د افغانستان لپاره یوه اړتیا ده.

د دودیز یا سنتي طب په برخه کې د عامې روغتیا وزیر د آیوروډا او یوناني طب په برخه کې د همکاریو له هوکړو خبر ورکړی او وایي، چې په افغانستان کې د دودیز طب د انسټیټیوټ او څېړنیز مرکز جوړول او د هند د درسي نصاب لېږد، کولی شي د دې طبابت خوندي ادغام له عصري روغتیايي سیسټم سره شونی کړي.

جلالي همدارنګه د درملو د وارداتو د لارو د متنوع کولو لپاره د افغانستان هڅو ته په نغوته کې ویلي،  چې د هند او نورو هېوادونو پر همکارۍ پر یوې ځانګړې لارې تکیه کمه او د اساسي درملو عرضه د افغانستان بازار ته تضمین شوې ده. هغه له جعلي او بې‌کیفیته درملو سره مبارزه «یوه جدي اندېښنه» بللې او د عامې روغتیا وزارت کې د نویو څارنیزو جوړښتونو له رامنځته کېدا هم خبر ورکړی دی.

د عامې روغتیا وزیر د ښځو او ماشومانو لپاره د روغتیايي خدمتونو پر پیاوړتیا د ټینګار تر څنګ ویلي؛ ښځې د افغانستان د ټولنې نه بېلېدونکې برخه ده او هغوی ته به د روغتیايي خدمتونو لاسرسی د افغان کلتور او اسلامي اصولو په چوکاټ کې پراخ شي.

هغه د افغانستان او هند اړیکې «ژورې ریښې لرونکې، د بشري ارزښتونو پر بنسټ ولاړې » بللې او هیله یې څرګنده کړې، چې دا همکارۍ د روغتیا، درمل جوړونې او درملیزو بېخبناوو په برخه کې نورې هم پراخې شي.

روغتيا

د قابلو نړیواله ورځ؛ د م.م وګړو صندوق د میندو د ژغورنې لپاره د قابلو پر زیاتېدا ټینګار وکړ

دې ادارې ویلي، چې پر یو میلیون نورو قابلو پانګونه د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د ژوند ژغورلو تر ټولو اغېزمنه لاره بلل کېږي؛ ځکه دا کار له زېږون مخکې پاملرنې، خوندي ولادت او له زېږون وروسته د پاملرنې چوپړتیاوو ته لاسرسی پراخوي.

Published

on

د قابلو له نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله، د ملګرو ملتونو وګړو صندوق په افغانستان کې د یوه پیغام پر خپرولو د میندو او نوو زېږېدلو ماشومانو د مړینې د کمولو لپاره د قابلګۍ په برخه کې د پانګونې پر اړتیا ټینګار کړی دی.

دې ادارې ویلي، چې پر یو میلیون نورو قابلو پانګونه د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د ژوند ژغورلو تر ټولو اغېزمنه لاره بلل کېږي؛ ځکه دا کار له زېږون مخکې پاملرنې، خوندي ولادت او له زېږون وروسته د پاملرنې چوپړتیاوو ته لاسرسی پراخوي.

په پیغام کې راغلي، چې قابلې د روغتیايي نظام مهمه برخه ده او کولی شي د ډېرو مخنیوي کېدونکو مړینو مخه ونیسي. په ځانګړي توګه په هغو هېوادونو کې لکه افغانستان، چې د مور او ماشوم د روغتیا په برخه کې له ستونزو سره مخ دی.

Continue Reading

روغتيا

په یوه چکري کښتۍ کې د «هانټا‌ویروس» د شک له کبله درې کسان مړه شول

دې کښتۍ، چې له ارجنټاین څخه روانه شوې وه؛ د راپورونو له مخې د کیپ‌ورډ ټاپوګانو ته نږدې ودرېده او د ۲۴ ساعتونو څخه ډېر یې د کښتۍ درولو او مسافرو کښته کولو اجازه ترلاسه کړې ده.

Published

on

د اوشن‌وایډ اکتشافي سفري شرکت په چکري کښتۍ کې د «هانټا‌ویروس» د شک له کبله درې کسان مړه شوي او د یو شمېر مسافرو او عملې روغتیایي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

دې کښتۍ، چې له ارجنټاین څخه روانه شوې وه؛ د راپورونو له مخې د کیپ‌ورډ ټاپوګانو ته نږدې ودرېده او د ۲۴ ساعتونو څخه ډېر یې د کښتۍ درولو او مسافرو کښته کولو اجازه ترلاسه کړې ده.

په قربانیانو کې یوه هالینډۍ جوړه ده، چې ۷۰ او ۶۹ کاله غمرونه لري. د دوی د روغتیایي حالت له خرابېدا وروسته له کښتۍ څخه وایستل شول. یو بل هالینډي وګړي ساه ورکړې او مړی یې په کښتۍ کې پاتې دی.

دغه راز یو ۶۹ کلن بریټانوی مسافر، چې د ویروس یوازینۍ تائید شوې پېښه پېژندل شوې؛ د سویلي افریقا ژوهانسبرګ روغتون ته د بېړنۍ پاملرنې په حال کې دی. د عملې دوه غړي هم ناروغه دي او سمدستي طبي پاملرنې ته اړتیا لري.

د شرکت چارواکوویلي، چې دوی له روغتیایي چارواکو سره کار کوي؛ کښتۍ ته لا تر اوسه کیپ‌ورډ بندر ته د ورتلو اجازه ورکړ شوې نه‌ده.

هانټا ویروس یوه نادره خو خطرناکه ناروغي ده، چې معمولاً له ژوو یا د هغوی فاضله موادو سره د تماس له لارې لېږدول کیږي. لومړنۍ نښې یې له انفلونزا سره ورته دي؛ خو تنفسي ستونزو ته وده ورکولی شي.

روغتیایی چارواکو تر اوسه د دې ناروغۍ د خپرېدا سرچینه  تایید کړې نه‌ده او څېړنې روانې دي. په داسې حال کې، چې د نورو مسافرینو او عملې حالت تر څارنې لاندې دی.

Continue Reading

روغتيا

د روان کال د ګوزڼ واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو

د عامې روغتیا وزارت ویلي؛ په دې درې ورځنی کمپاین  کې به شاوخوا (۱۲،۶) میلیون له پېنځه کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي.

Published

on

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د نړیوالو ادارو پر ملاتړ د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د ګوزڼ(پولیو) واکسین لومړنی ملي کمپاین پیل کړ.

د عامې روغتیا وزارت ویلي؛ په دې درې ورځنی کمپاین  کې به شاوخوا (۱۲،۶) میلیون له پېنځه کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي.

دا کمپاین په دایکندي او بامیان ولایتونو کې د سړې هوا له کبله ځنډېدلی او په غور ولایت کې به یوه اوونۍ وروسته ترسره شي.

په دې کمپاین کې به له ۶ تر ۵۹ میاشتو عمر لرونکو ماشومانو ته ویټامین ای (A) هم ورکړ شي، چې د هغوی د سترګو، پوستکي او معافیت سیسټم په ساتلو کې به مرسته وکړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر، نور جلال جلالي ویلي: «د عامې روغتیا وزارت له خپلو همکارانو سره ژمن دی، چې په افغانستان کې د ګوزڼ ویروس مخه ونیسي. مونږ به خپلې ټولې هڅې وکړو، چې پولیو ناروغي په بشپړه توګه له افغانستان څخه له منځه یوسوو.»

نوموړي زیاته کړې:«دا ډېره مهمه ده، چې د ټولنې دیني عالمان، قومي مشران او والدین د ګوزڼ واکسین له ډلو سره ملاتړ ته وهڅوو. مونږ له ټولو خلکو هم غوښتنه کوو، چې د پولیو پر وړاندې په مبارزه کې خپله ونډه واخلي او د افغانستان د ماشومانو ژوند او روغتیا خوندي کړي.»

پولیو یوه ویروسي ناروغي ده، چې هیڅ درملنه نه‌لري او مخنیوی یې یوازې له واکسین سره شونی دی. دا ویروس د ماشومانو د دایمي فلج (ګوزڼ) او یا هم مرګ سبب کېدی شي.

دا مهال په هېواد کې د ګوزڼ ویروس شته او د عامې روغتیا وزارت یې پر وړاندې مبارزې ته بشپړ چمتووالی لري.

ویل کیږي، چې د دې واکسین اړوند ډلې به د کمپاین پر مهال په ټاکل شویو ځایونو کې شتون ولري او والدین کولی شي خپل ټول له پېنځه کلونو کم عمره ماشومان واکسین کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!