روغتيا
د عامې روغتیا وزیر د هند له تلپاتي ملاتړ ستاینه وکړه
نورجلال جلالي په یوه ځانګړې مرکه کې له یوې هندي شبکې سره ویلي، چې افغانان له ډېرو کلونو راپدېخوا د درملنې لپاره هند ته سفر کوي او په وروستیو کلونو کې زرګونه ناروغان له دې بهیر څخه برخمن شوي دي.
د افغانستان عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي هند ته د خپل رسمي سفر پر مهال د افغانستان د روغتیا په برخه کې د نويډیلي اوږدمهاله ملاتړ وستایه او د هند صحي ویزې یې د افغان ناروغانو لپاره «یوه اړینه بشري لار» وبلله.
نورجلال جلالي په یوه ځانګړې مرکه کې له یوې هندي شبکې سره ویلي، چې افغانان له ډېرو کلونو راپدېخوا د درملنې لپاره هند ته سفر کوي او په وروستیو کلونو کې زرګونه ناروغان له دې بهیر څخه برخمن شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د صحي ویزو آسانتیا د افغان ناروغانو لپاره پرمختللیو درملیزو خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې اړین ګڼل کیږي.
د عامې روغتیا وزیر همدارنګه د افغانستان د روغتیايي بېخبناوو په برخه کې د هند له مرستو هرکلی کړی او په کابل کې د انډرا ګاندي ماشومانو روغتون یې «په افغانستان کې د ماشومانو له سترو او مهمو روغتونونو څخه یو» بللی دی.
هند له دې مخکې په دې روغتون کې د تلاسیمیا مرکز، یو عصري تشخیصې مرکز او نوی تودوخې سیسټم جوړ کړی او ژمنه یې کړې، چې د سيټيسکن ماشین او نورې بېخبنایي مرستې به هم برابرې کړي.
د ورکړ شویو معلوماتو پر بنسټ هند همدارنګه د کابل په بګرامي ولسوالۍ کې د ۳۰ بستریز روغتون د جوړولو پلان لري، چې په کې به د سرطان د درملنې مرکز، د ټروما مرکز او د میندو او ماشومانو د روغتیا پېنځه کلینیکونه شامل وي. سربېره پر دې شاوخوا ۷۵ مصنوعي پښې (جایپور فوټ) افغان ښاریانو ته لګېدلې دي او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د سفر پر مهال هند ۲۰ امبولانسونه هم افغانستان ته ډالۍ کړي دي.
نورجلال جلالي د هند د روغتیا او د کورنیو د هوساینې له وزیر سره په لیدنه کې د طبي تجهیزاتو، درملو د تنظیم، د روغتیايي کادرونو د روزنې او د اړتیا وړ درملو د برابرولو؛ په ځانګړي توګه د سرطان درملو، پر پراخولو ټینګار کړی او څرګندوي، چې نويډیلي ژمنه کړې دا درمل به په بېړني ډول افغانستان ته وسپاري.
هغه همدارنګه د ظرفیت لوړولو، په هند کې د افغان ډاکټرانو د روزنې او افغانستان ته د هندي طبي ډلو د لېږلو موضوع د عامې روغتیا وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه بللې او وایي، چې له لسیزو جګړو او بېثباتۍ وروسته د روغتیايي بشري سرچینو پیاوړتیا د افغانستان لپاره یوه اړتیا ده.
د دودیز یا سنتي طب په برخه کې د عامې روغتیا وزیر د آیوروډا او یوناني طب په برخه کې د همکاریو له هوکړو خبر ورکړی او وایي، چې په افغانستان کې د دودیز طب د انسټیټیوټ او څېړنیز مرکز جوړول او د هند د درسي نصاب لېږد، کولی شي د دې طبابت خوندي ادغام له عصري روغتیايي سیسټم سره شونی کړي.
جلالي همدارنګه د درملو د وارداتو د لارو د متنوع کولو لپاره د افغانستان هڅو ته په نغوته کې ویلي، چې د هند او نورو هېوادونو پر همکارۍ پر یوې ځانګړې لارې تکیه کمه او د اساسي درملو عرضه د افغانستان بازار ته تضمین شوې ده. هغه له جعلي او بېکیفیته درملو سره مبارزه «یوه جدي اندېښنه» بللې او د عامې روغتیا وزارت کې د نویو څارنیزو جوړښتونو له رامنځته کېدا هم خبر ورکړی دی.
د عامې روغتیا وزیر د ښځو او ماشومانو لپاره د روغتیايي خدمتونو پر پیاوړتیا د ټینګار تر څنګ ویلي؛ ښځې د افغانستان د ټولنې نه بېلېدونکې برخه ده او هغوی ته به د روغتیايي خدمتونو لاسرسی د افغان کلتور او اسلامي اصولو په چوکاټ کې پراخ شي.
هغه د افغانستان او هند اړیکې «ژورې ریښې لرونکې، د بشري ارزښتونو پر بنسټ ولاړې » بللې او هیله یې څرګنده کړې، چې دا همکارۍ د روغتیا، درمل جوړونې او درملیزو بېخبناوو په برخه کې نورې هم پراخې شي.