روغتيا
د عامې روغتیا وزیر د «ګاوي» له استازو سره د واکسین پر پراختیا خبرې وکړې
په دې لیدنه کې جلالي د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د پراختیا، د عادي واکسیناسیون د بهیر د پیاوړتیا، د عامې روغتیا وزارت د لومړیتوبونو او د ګاوي له لوري د ترسره کېدونکو همکاریو په اړه خبرې وکړې.
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي په کابل کې د واکسین او معافیت نړیوال یووالي(ګاوي) د افغانستان د دفتر له مشرې ویرونیکا ماویا، د روغتیا نړیوالې ټولنې او یونیسف له استازو او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې جلالي د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د پراختیا، د عادي واکسیناسیون د بهیر د پیاوړتیا، د عامې روغتیا وزارت د لومړیتوبونو او د ګاوي له لوري د ترسره کېدونکو همکاریو په اړه خبرې وکړې.
هغه د شري، پولیو او نورو ساري ناروغیو پر وړاندې مبارزه د وزارت له مهمو لومړیتوبونو وبلله او ویې ویل، چې د وقایوي خدمتونو ترڅنګ د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د پراختیا لپاره هم هڅې روانې دي.
د عامې روغتیا وزیر زیاته کړې، د واکسین او روغتیا ملي سټراټیژۍ به ژر وروستۍ او د پلي کېدا لپاره اړوند بنسټونو ته وړاندې شي.
دغه راز د ګاوي، د روغتیا نړیوالې ټولنې او یونیسف استازو خپل نظرونه شریک کړل او ډاډ یې څرګند کړ، چې په یادو برخو کې به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
ویل کیږي، چې افغانستان اوس هم د ګاوي له لومړیتوبونو څخه دی او دغه بنسټ به د روغتیا او معافیت په برخه کې له افغانستان سره خپلې مرستې او همکاري روانه ساتي.