تازه خبرونه
د عباس ستانکزي څرګندونې هیله بښونکې دي – زلمي خلیلزاد
د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو مرستیال عباس ستانکزي د شنبې پر ورځ د مرغومي نههویشتمه یو ځل بیا د ښځو او نجونو د زدهکړې پر بندیز نیوکه وکړه.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو مرستیال عباس ستانکزي څرګندونې د اسلامي امارت لخوا د ښځو له حقونو سرغړونې او د ښوونځیو او پوهنتونونو له تړلو سره د مخالفت په اړه “هیله بښونکی بدلون” وباله.
د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو مرستیال عباس ستانکزي د شنبې پر ورځ د مرغومي نههویشتمه یو ځل بیا د ښځو او نجونو د زدهکړې پر بندیز نیوکه وکړه.
هغه نجونې له زدهکړو بې برخې کول د اسلامي امارت لخوا د افغانستان د څلوېښت میلیون وګړو له ۲۰ میلیون سره “بې عدالتي” وبلله.
عباس ستانکزي په خوست کې د یوې دیني مدرسې د زدهکوونکو د فراغت په مراسمو کې د خبرو پر مهال وویل؛ د اسلامي امارت دا مخالفت “شریعت” نه، بلکې “طبیعت” دی.
هغه ويلي: “د دوی (ښځو) ټول حقونه تلف شوي دي؛ میراث نشته، دوی د خپلو میړونو د غوره کولو حق نلري، دوی بدو کې ورکول کیږي، د زدهکړې اجازه نلري، جومات ته د تګ اجازه ورته نشته، د پوهنتونونو دروازې ورته تړل شوې دي، دیني مدرسو ته هم د تګ اجازه نه ورکوو. آیا مونږ له شریعت سره سم حرکت کوو؟”
د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو مرستیال ویلي، چې د ټولې نړۍ اختلاف له اسلامي امارت سره د ښځو او نجونو د تعلیم په مسله کې دی.
هغه د اسلامي امارت له رهبر څخه وغوښتل، چې د “تعلیم” دروازې د ټولو لپاره؛ نرینه او ښځینه ته پرانیزي. هغه زیاته کړې، چې په دې برخه کې هیڅ عذر نه و ، نهشته او نه بهوي.
عباس ستانکزي له دې مخکې هم د نجونو د زدهکړې پر بندیز نیوکه کړې او د نجونو لپاره یې د ښوونځیو د بیا پرانیستلو غوښتنه کړې وه.
زلمي خلیلزاد د هغه له دې دریځه هرکلی وکړ او وایي، چې ستانکزی د اسلامي امارت یو له مهمو چارواکو څخه دی، چې د دوحې په مذاکراتو کې یې مهم رول لوبولی دی.
هغه د اسلامي امارت له نورو افغان دیني عالمانو او مشرانو څخه، چې په شخصي توګه د نجونو د زدهکړې د بندیز مخالفت کوي؛ وغوښتل، چې خپل مخالفت ښکاره کړي.
هغه همدارنګه ټینګار کړی، چې ښوونځي او پوهنتونونه باید د لمریز نوي کال تر پیل پورې بیا پرانستل شي.
دغه راز خلیلزاد د اسلامآباد په نړیوال کنفرانس کې د مسلمانو عالمانو له دریځونو هم هرکلی وکړ. په هغه کنفرانس کې، چې د جنورۍ پر یوولسمې او دولسمې “په مسلمانو ټولنو کې د نجونو تعلیم: ننګونې او فرصتونه” تر سرلیک لاندې ترسره شو؛ د اسلامي نړۍ عالمانو د ښځو پر تعلیم بندیز د اسلامي لارښوونو خلاف وباله.
په دې کنفرانس کې، شیخ محمد العیسی د مسلمانو عالمانو د ټولنې مشر ویلي: “اسلام ښځې له زدهکړو څخه محرومول؛ که هغه بشپړ وي یا جزوي، د یوه ځانګړې عمر وي که د یوه ځانګړي پړاو یا یوې ځانګړې څانګې، نه غواړي.”
تازه خبرونه
په واخان دهلیز کې« د ورېښمو لارې» د سړک جوړولو چارې بشپړې شوې
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دغه سړک ټولټال ۱۲۱،۱۳ کیلومټره اوږدوالی لري، چې د برغل له سیمې پیلېږي او د چین تر پولې پورې د بزای ګنبد سیمې ته غځېدلی دی.
د بدخشان د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس امانالله چهره ويلي، د «ورېښمو لارې» د سړک جوړولو پروژه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت لهخوا پلې شوې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دغه سړک ټولټال ۱۲۱،۱۳ کیلومټره اوږدوالی لري، چې د برغل له سیمې پیلېږي او د چین تر پولې پورې د بزای ګنبد سیمې ته غځېدلی دی.
هغه زیاتوي؛ د دغه سړک د جوړولو چارې په تېرو پېنځه کلونو کې پرمخ تللي او اوس یې چارې بشپړې پای ته رسېدلې دي.
چهره زیاته کړې؛ د نقشې او ډیزاین له مخې د دغه سړک سور له اووه څخه تر ۱۰ مټرو پورې دی او په اوږدوالي کې یې درې ستر پلونه جوړ شوي دي. یو پل د چین پولې ته نږدې، بل د بزای ګنبد په سیمه او درېیم پل د برغل په سیمه کې جوړ شوی، چې د هر یوه اوږدوالی شاوخوا ۲۰ څخه تر ۲۲ مټرو پورې دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دغه سړک په اوږدو کې ګڼ شمېر د اوبو تېرولو واړه پلچکونه هم جوړ شوي، چې روانې اوبه په مناسبه توګه له سړک څخه واوړي.
ویل کیږي، چې دغه سړک به په نږدې راتلونکې کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
تازه خبرونه
د مهاجرینو وزیر د یوناما له مرستیال سره د راستنېدونکو پر وضعیت خبرې وکړې
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت ويلي، په دې لیدنه کې د یوناما مرستیال ویلي، چې په بېلابېلو ولایتونو کې یې د راستنېدونکو وضعیت ارزولی او د هغوی د اړتیاوو په اړه یې معلومات راټول کړي دي.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي(یوناما) د بشري مرستو له مرستیال برونو لیمارکي سره لیدلي او د راستنېدونکو د وضعیت په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت ويلي، په دې لیدنه کې د یوناما مرستیال ویلي، چې په بېلابېلو ولایتونو کې یې د راستنېدونکو وضعیت ارزولی او د هغوی د اړتیاوو په اړه یې معلومات راټول کړي دي.
برونو لیمارکي ټینګار کړی، چې د راستنېدونکو وضعیت ته رسېدنه او د هغوی د مېشتولو لپاره د زمینې برابرول د ملګرو ملتونو د ادارو او اسلامي امارت ګډې همکارۍ ته اړتیا لري.
هغه زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو ادارې اوسمهال له زرګونو اړمنو کورنیو سره مرستې کوي او دا لړۍ باید پراخه شي.
د یوناما مرستیال ویلي، چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان د خلکو اړتیاوو ته پاملرنه وکړي او یوناما د راستنېدونکو د ستونزو د اواري لپاره همکارۍ ته چمتو ده.
په همدې حال کې، مولوي عبدالکبیر له افغانانو سره د ملګرو ملتونو له مرستو مننه کړې او څرګندوي، چې اسلامي امارت د راستنېدونکو د ستونزو د اواري لپاره بېلابېلو ادارو ته دندې سپارلې دي.
هغه له مرستندویو ادارو غوښتي، چې له راستنېدونکو کورنیو سره خپلې مرستې روانې وساتي.
هغه زیاته کړې؛ د زرګونو کورنیو، چې په هېواد کې دننه بېځایه شوې دي، د مېشتولو لپاره هم یو پروګرام د پلي کېدو په حال کې دی.
د مهاجرینو وزیر همداراز ټینګار کړی، چې د ملګرو ملتونو د ادارو د فعالیت لپاره اړینې آسانتیاوې برابرې شوې دي او اسلامي امارت د یوناما له بشري همکاریو هرکلی کوي.
تازه خبرونه
اسلامي همکاریو ټولنې د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ پر روان ساتلو ټینګار وکړ
د اسلامي همکاریو ټولنې سرمنشي اسماعیل ولد شیخ احمد په دې غونډه کې د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ لپاره د دغه ټولنې پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.
د اسلامي همکاریو ټولنې (OIC) د افغانستان د تماس ډلې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د یو اتیاومې غونډې په څنډه کې د افغانستان د بشري او پراختیايي وضعیت په اړه خبرې وکړې او له دې هېواد سره یې د نړیوالې ټولنې د مرستو د پیاوړتیا لارې چارې وڅېړلې.
د اسلامي همکاریو ټولنې سرمنشي اسماعیل ولد شیخ احمد په دې غونډه کې د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ لپاره د دغه ټولنې پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.
هغه ویلي، د اسلامي همکاریو ټولنې تګلاره د افغانستان له واکمنو چارواکو سره پر تعامل او عملي همکاریو ولاړه ده، چې باید د افغانستان د خلکو د ګټو او د بشري فعالیتونو د دوام لپاره وي.
د اسلامي همکاریو ټولنې سرمنشي همداراز په کابل کې د دې ټولنې د پلاوي او سیمهییز دفتر له لارې د ترسره کېدونکو فعالیتونو پر دوام ټینګار وکړ او وایي، چې د نجونو زدهکړې، روغتیا او د ټولنیز پیوستون پیاوړتیا د دغو فعالیتونو له مهمو برخو څخه دي.
د اسلامي همکاریو ټولنې د افغانستان تماس ډلې په دې غونډه کې د افغانستان وروستي بشري او پراختیايي وضعیت او د افغانانو د ملاتړ لپاره د نړیوالې همکارۍ د زیاتولو لارې هم وڅېړلې.
-
لوبی4 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ ابومسلم فراه او آریانا خوست مساوي شول
-
تازه خبرونه2 days agoد آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ
-
تازه خبرونه3 days agoد اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي
-
نړۍ3 days agoد جګړو هممهاله د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې راټولیږي
-
تازه خبرونه3 days agoد پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
-
تازه خبرونه1 day agoد روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
-
لوبی4 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ عینو مېنه او عمر ځواک ۱-۱ مساوي شول
