د نوماندو پېژندنه
د عبدالرحیم وردگ لنډه پېژندنه
< ![endif]–>
عبدالرحيم وردگ د عبدالغني وردگ زوى، په ١٣٢٣ل کال په وردگ ولايت کې زېږېدلى د ى.
نوموړي له هغې وروسته، چې د کابل په حبيبيه لسيه کې يې خپلې لومړنۍ زده بشپړې کړې په حربي پوهنتون کې شامل شو.
وردگ خپلې لوړې پوځي زده کړې په امريکا او د مصر د علي نصر په اکاډمۍ کې ترسره کړي او په کابل کې د حربي پوهنتون د استاد په توگه يې هم کار کړى دى.
هغه پر افغانستان د شوروي د يرغل پرمهال، د پير سيد احمد گېلاني په مشرۍ د ملي محاذ گوند د پوځي برخې د مشر په توگه دنده ترسره کړې ده.
نوموړي د جهاد پرمهال په افغانستان کې د اسلامي محاذ د جبهاتو قوماندان هم پاتې شوى. د ملي دفاع وزارت د پروتوکول مرستيال او د مهاجرت پرمهال د اسلامي محاذ گوند د پوځي مرستيال په توگه يې هم دنده ترسره کړې ده.
عبدالرحيم وردگ د کمونستي رژيم له سقوط وروسته، د اردو دلوى درستيز، د افسرانو قوماندان او د اردو د روزنې د کميسيون د مشر په توگه دندې ترسره کړې دي.
نوموړى وړاندې له دې، چې د ٢٠٠٤م کال په وروستۍ مياشت کې د ولسمشر حامد کرزي لخوا د ملي دفاع د وزير په توگه وټاکل شي، د ملي دفاع وزارت د مرستيال په توگه يې دنده ترسره کوله.
عبدالرحيم وردگ د ٢٠١٢م کال په اگست مياشت کې د پاکستان د راکټي بريدونو په تړاو د ولسي جرگې لخوا سلب صلاحيت شو او وروسته د ولسمشر حامد کرزي لخوا د امنيتي چارو سلاکار وټاکل شو.
وردگ د راتلونکي کال په ولسمشريزو ټاکنو کې د سيالۍ په موخه ځان کانديد کړ او د ولسمشر د سلاکار په توگه له خپلې دندې استعفا وکړه.
د ولسي جرگې پخواني غړي شاه عبدالاحد افضلى او سيد حسين انوري يې لومړى او دوه يم مرستيالان دى.
وردگ په پښتو، دري او انگليسي ژبو روانۍ خبرې کولى شي او په پوځي برخه کې يې يو شمېر کتابونه هم ليکلي دي.