نړۍ

د عراق په بېلابيلو ولايتونو كې چاودنو مرگ و ژوبله رامنځته كړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د رارسيدلو رپوټونو له مخې:

د كربالا، نجف، كركوك، الكوت ، تكريت ، ديالي ، الرمادي او المنصور ښارونو كې د شويو چاودنو له لامله تراوسه لسگونه كسانو ته مرگ و ژوبله اوښتې ده.

د عراق د نجف په ښاركې د هغو چاوديدونكيو توكو د چاوديدو له لامله، چې په موټر كې ځاى پرځاى شوي وه؛  لږ تر لږه څلوركسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان دي،  چې ډېري يې پوليس دي.

د پوليسو په وينا:

سيمه يې كلابنده شوې او د پېښې  ځاى ته د خلكو پرتگ را تگ بند يز لگول شوى دى.

همدا راز د كربلا ښار د الهنديه د پوليسو  پر رياست د موتر بمب چاودنې شا وخوا شل  كسانو ته مرگ  و ژوبله واړوله.

بل خوا د بغداد په ۲۵۰ كيلومترۍ كې پروت د كركوك ښار دوه پر له پسې چاودنو يو تن وواژه او اتلس نور يې ټپيان كړل.

د عراق د واسط ولايت پوليسو اعلان كړى، چې د دوشنبې په ورځ د دغه ولايت په مرك الكوت ښار كې د چاودنو له لامله شا وخوا ۳۴ كسان وژل شوي او ۶۸ ټپيان شوي دي.

د پوليسو په وينا:

چاودنې د هغو توكو د چاوديدو له لامله را منځته شوي، چې د الوكوت د ښار په يو موټر كې او همدا راز د يوې ودانۍ په خوا كې ځاى پر ځاى شوي وه.

همدا راز د المنصور په سميه كې هم يوه چاودنه رامنځته شوې .

د عراق د صلاح الدين د ولايت پوليسو ويلي، چې په هغو ځانمرگو بريدونو كې، چې د تكريت په ښار كې يې له ترهگرۍ سره د مبارزې د پولسو پر كوماندانۍ تر سره شول د يو افسر په گډون ۱۳ پوليس يې ووژل.

يو بل ځانمرگي، چې له لومړۍ چاودنې وروسته غوښتل ودانۍ ته د ننه شي د پوليسو له ډزو سره مخ شو او ځان ته يې چاودنه وركړه، چې په پايله يې كې لس تنه ټپيان

شول.

له دغو پېښو وروسته په ټول عراق كې اظطراري حالت اعلان شوى او پر تگ راتگ بنديز لگيدلى دى .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version