نړۍ

د عراق په موصل کې د ترکیې پر کونسلګرۍ توغندیز برید شوی

Published

on

عراقي او ترکي سرچینو په ډاګه کړې؛ د دغه هېواد په موصل ښار کې د ترکیې پر کونسلګرۍ توغندی لګېدلی، چې مالي زیانونه یې رامنځته کړي دي.

تېره اوونۍ د عراق په مرکزي شمالي ښار کې د شپې لخوا له هغې وروسته اور لګېدنه رامنځته شوه، چې د ترکي ځواکونو پر ګولیو نهه ملکي وګړي ووژل شول، چې ورسره سم د عراق په ښارونو کې د ترکیې پر ضد لاریونونه رامنځته شول.

په ولسي جرګه کې د دې ولایت استازي شیروان دوبرداني د فرانسې خبري سرچینې ته ویلي، څلور توغندي لګېدلي، چې قونسلګرۍ ته په څېرمه تمځي کې ولاړ موټر ترې زیانمن شوي دي.

تر دې دمه هیچا د پېښې پړه پرغاړه نده اخيستې.

ترکیې پرعراق د تېرې اوونۍ توپچي ګوزارونه رد کړي؛ خو پړه یې د کردستان د کارګرانو ګوند (PKK) پر جنګیالیو وراچولې ده.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې: مونږ هغه برید غندو، چې په کې چاته مرګ و ژوبله نده اوښتې. مونږ له عراقي چارواکو په کلکه غوښتنه کوو، چې د دیپلوماتیکو او قونسلي ماموریتونو په ساتنه کې خپل مسوولیتونه ترسره کړي.

Trending

Exit mobile version