سیمه ییز خبرونه
د عراق په یوه سوداګریز مرکز کې د اورلګېدو له کبله ۵۰ کسان مړه شول
رویټرز راپور ورکړی؛ په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښیي، چې د شپې پر مهال د الکوټ له یوې پېنځهپوړیزې ودانۍ د اور لمبې پورته کیږي او اور وژونکي یې د وژنې هڅه کوي.
د عراق د ختیځ ښار الکوت په یوه سوداګریز مرکز کې د اورلګېدو له کبله د پنځوس کسانو له مړینې راپور ورکړ شوی دی.
رویټرز راپور ورکړی؛ په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښیي، چې د شپې پر مهال د الکوټ له یوې پېنځهپوړیزې ودانۍ د اور لمبې پورته کیږي او اور وژونکي یې د وژنې هڅه کوي.
د اور لګېدو لامل سمدلاسه معلوم ندی؛ خو د الکوټ والي ویلي، چې د لومړنیو څېړنو پایلې به په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې اعلان شي.
نوموړي زیاته کړې؛ د ودانۍ او مال د لرونکي پر وړاندې شکایت ثبت شوی دی.
