سیمه ییز خبرونه

د عمران خان ګوند پلویان د حکومت جوړولو په لټه کې دي

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲۲, ۱۴۰۲)

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ته نږدې یوه کس ویلي؛ د دغه ګوند له ملاتړه برخمن نومندان د حکومت جوړولو اراده لري او له پلویانو یې وغوښتل، چې که د انتخاباتو وروستۍ پایلې اعلان نهشي په سولهییز لاریونونه دې وکړي.

په پاکستان کې د پنجشنبې پر ورځ عمومي ټاکنې پیل شوې؛ خو وروستۍ پایلې نن یکشنبه هم اعلان شوې نه‌دي.

عمران خان او د هغه اصلي سیال پخواني لومړي وزیر نواز شریف دواړو د جمعې پر ورځ خپله بریا اعلان کړې ده.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د پاکستان تحریک انصاف رییس ګوهر خان، چې د عمران خان د وکیل په توګه هم کار کوي؛ په پاکستان کې له ټولو بنسټونو وغوښتل، چې د دې ګوند ماموریت ته درناوی ولري.

نوموړي په یوه خبري ناسته کې څرګنده کړې؛ که د یکشنبې تر شپې د رایو بشپړې پایلې اعلان نه‌شي، ګوند به یې د یکشنبې پر ورځ د دولتي ادارو مخې ته سوله‌ییز لاریون وکړي.

د عمران خان سلګونه پلویانو د پېښور په شمال لویدیځ ښار کې لاریون وکړ. خان ته نږدې دوه کسانو، چې د لاریون مشري یې کوله، ویلي؛ د ټاکنو له ګټلو سره – سره بایلونکي اعلان شوي دي.

تیمور خان جګړا، چې د عمران خان یو پخوانی ایالتي وزیر دی ویلي مونږ هیڅکله تمه نه‌درلوده، چې له مونږ سره دا کړنه رامنځته شي.

لاریون کوونکیو د هغه څه پر ضد شعارونه ورکړل، چې دوی یې په ټاکنو کې درغلي بولي.

نوزاز شریف د جمعې پر ورځ ویلي وه، چې ګوند یې د لویې ډلې په توګه راڅرګند شوی او له نورو ډلو سره به د ائتلافي حکومت پر جوړولو خبرې وکړي.

د شنبې پر ورځ د مازیګر تر ۵ بجو پورې، د رای اچونې له پای ته رسیدو ۴۸ ساعته وروسته، د ټاکنو له ۲۶۵ څوکیو څخه د لس څوکیو پایلې اوس هم مشخصې شوې نه‌دي.

د ټاکنو کمیسیون په ویب پاڼه کې خپرې شوې تازه احصائې ښيي، چې خپلواکو نوماندانو ۱۰۰ څوکۍ او پاکستان مسلم لیګ نواز ۷۲ څوکۍ ګټلې دي.

د رویټرز د شننې له مخې؛ لږ تر لږه ۹۰ بریالي خپلواک نوماندان د عمران خان ملاتړي دي.

د عمران خان پلويانو په ټاکنو کې د خپلواکو نوماندانو په توګه برخه اخيستې؛ ځکه، چې د ټاکنو کمیسيون د ټاکنو د اصولو د نه مراعاتولو له کبله د نوموړي د ګوند تر بيرغ لاندې نوماندان منع کړي وه.

د دولتي رازونو د افشا کولو، فساد او ناقانونه واده کولو پر تور د عمران خان د بندیز او بند سره – سره ملیونونو پلویانو هغه ته رای ورکړه. که څه هم تر هغې، چې په ​​زندان کې دی د حکومت برخه کېدی نه‌شي.

د بندي عمران خان د رسنیو سلاکار زلفا بخاري رویټرز ته ویلي؛ د هغه ګوند به له خپلو پلویانو وغواړي، چې له کوم ګوند سره یوځای شي.

په پاکستان کې، خپلواک نوماندان نه‌شي کولی پخپل سر حکومت جوړ کړي او باید له یوه ګوند سره یوځای شي. څوک، چې غواړي راتلونکی حکومت جوړ کړي د نورو ګوندونو ملاتړ ته اړتیا لري؛ ځکه، چې یو ګوند هم اکثریت رایې ګټلې نه‌دي.

Trending

Exit mobile version