پرمختګ او بشپړتیا
د غزني ولايت ښوونځي په لمرينه برېښنا سمباليږي
دغزني ولايت د پوهنې مسوولين وايي، چې:
په دغه ولايت كې به ښوونځيو ته سولريا لمرينه برېښنا ورسوي.
په لومړي سركې د غزني دوه ښوونځي پردغه برېښنا روښانه شول، چې د مسوولينو په وينا نور ښوونځي به هم پرې روښانه كړي.
د غزني د پوهنې مسوولين وايي، چې:
په سولريا لمرينه برېښنا د ښوونځيو د روښانولو لپاره يو ميليون ډالرځانگړي شوي، چې د پولنډ هېواد يې پرې كوي.
مسوولين وايي، چې په دغه برېښنا به لابراتوارونه، د اوبو رسونې سيستم او د عصري تشنابونو سيستم هم فعال شي.
دغزني ولايت د پوهنې رييس حسني مبارك عزيزي زياتوي، چې:
په غزني كې هر ښوونځي ته شل كمپيوټر وركړشوي، چې په نږدې راتلونكې كې به پرانټرنټ هم سمبال شي.
په غزني كې ښونځيو ته د لمريزې برېښنا د رسولو خبرې په داسې حال كې كيږي، چې د روان كال له پيله تراوسه په دغه ولايت كې د ۷۰ ميليون افغانيو پر لگښت د دغه ولايت ښوونځي پر لابراتوارونو او كتاب تونونو مجهز شوي دي