سیمه ییز خبرونه

د غزني په ډېرو ولسواليو كې دولتي تشې طالبانو ډكې كړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د غزني د والي مرستيال وايي، د دغه ولايت په يو شمېر ولسواليو كې د دولتي ارگانونود نه فعاليت دولت كمزورى كړى او تشې يې طالبانو ډكې كړې دي.

د غزني د والي مرستيال محمد علي احمدى وايي:

په دولتي ارگانونو كې د بيروكراسۍ او اداري فساد له كبله ډېر خلك د خپلو شخړو د حل په موخه طالبانو ته مراجعه كوي.

د غزني داستناف څارنوالۍ رييس عبدالرشيد عابد وايي، د غزني له اتلس ولسواليو څخه په شپږ ولسواليو كې څارنوالان حضور لري او د نورو چارې په غزني كې كار پرمخ وړل كيږي.

هغه زياتوي، په هغه ځاى كې، چې امنيت نه وي؛ د عدلي او قضايي ارگانونو فعاليت ستونزمن دى .

د غزني امنيه قوماندان محى الدين سروري د دې ستونزې له منلو سره وايي، په ډېرو ولسواليو كې يوازې پوليس حضور لري او نورحكومتي ارگانونه حتا ولسوالان هم نشته.

د هغه په وينا، دا ستونزه به د ولايت په همغږۍ حل شي .

دا چارواكي وايي، د دغو ولسواليو كارمندان په غزني ښاركې كار كوي او خپل معاشونه اخلي.

Trending

Exit mobile version