تازه خبرونه
د غزني چارواكي د اجرستان ولسوالې په امنيت انديښمن دي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
دغزني چارواكي وايي وسله وال طالبان د كوچيانو په نامه دغه ولسوالې ته ځان رسوي او وروسته ترهګر فعاليتونه كوي.
د غزني د ولايتي شورا غړي هم وايي نه يوازې اجرستان؛ بلكې په ډيرو ولسواليو كې دا حالت روان دى.
د غزني ولايت مرستيال محمد علي احمدي خبردارى وركوي چې كه حكومت دې ته جدي پاملرنه ونه شي د دغه ولايت په يو شمير سيمو كې به قومي جګړې پيل شي.
په همدې وخت كې د غزني د ولايتي شورا يو شمير غړي هم په دې اړه انديښمن دي او وايي كه دا حالت دوام وكړي په غزني كې به هم د بغلان او يا جلريز پيښه تكرار شي.
دوى له مركزي حكومت غواړي چې په دې اړه جدي اقدام وكړي.
هڅه مو وكړه چې په دې اړه د غزني د امنيتي چارواكو نظر هم واخلو؛ خو بريالي نه شوو.
ويل كيږي چې يو شمير كليوالو سيمو ته د كوچيانو نفوذ ډير كله د شخړو او حتى نښتو لامل كيږي.