Connect with us

تازه خبرونه

د غزني ښار د ښاري محکمې رییس ووژل شو

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-03-27-10h11m05s192

د غزني چارواکي وایي، چې وسلوالو طالبانو د غزني ولایت د ښاري محکمې رییس د وردګ ولایت د سالارو په سیمه کې له موتر کښته کړ او بیا یې وژلی دی.

د غزني ولایت امنیه قومندانۍ لخوا په خپره شوې خبرپانه کې راغلي، چې د دې ولایت د ښاري محکمې رییس محمد انور رحماني د جمعې په ورځ له کابل څخه غزني ته په لار و، چې طالبانو د سالارو په سیمه کې له موتر کښته کړ او جسد یې تېره ورځ په یاده سیمه کې وموندل شو.

داسې ویل کیږي، چې له نوموړي سره په موتر کې د غزني د محکمې یو بل قاضي هم سپور و، چې له پېښې روغ رمټ وتلی دی.

د غزني والي ویاند جاوید سالنګي یاده پېښه تائید کړې او وایي، چې په دې پېښه کې یوازې محمد انور رحماني وژل شوی دی.

وسلوالو طالبانو د محمد انور رحماني د وژنې مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دي، چې نوموړی او له هغه سره یو بل تن څارنوال عبدالرشید هم  نیول شوي وه، چې بیا وروسته حکومت د دوی د خلاصون له پاره هڅه وکړه او په نښته کې دواړه ووژل شول.

Advertisement

تازه خبرونه

د نړۍ قوتونه زمونږ د اقتصادي او سیاسي پرمختګونو د مخنیوي هڅې کوي – ملا برادر

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۸, ۱۴۰۳)

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ویلي، چې د نړۍ ستر قدرتونه هڅه کوي، چې د اسلامي امارت د اقتصادي او سیاسي پرمختګ مخه ونیسي.

ملا عبدالغني برادر دغه څرګندونې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو له روزنيز مرکز څخه د ملي اردو د سرتېرو د فراغت په مراسمو کې وړاندې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې: د نړۍ ستر قدرتونه اسلامي امارت ته د شک پر سترګه ګوري او اوس هم هڅه کوي، چې زمونږ د اقتصادي او سیاسي پرمختګ مخه ونیسي؛ خو مونږ او تاسې باید ویښ او بیدار اوسو.

په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ نږدې درې کاله تېر شول؛ خو تر اوسه هیڅ هېواد اسلامي امارت پر رسمیت ندی پېژندلی؛ د افغانستان پر بانکي سکټور لګول شویو بندیزونو د هېواد پر اقتصاد منفي اغېز کړی دی.

نړيوالې ټولنې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لپاره د ښځو د حقونو خوندیتوب او د يوه ټولګډونه حکومت جوړول خپل شرطونه ایښي دي.

اسلامي امارت هم څرګنده کړې، چې د ښځو حقونه د شریعت له مخې تضمین شوي او په کابینه کې بېلابېل قومونه پراخ حضور لري.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان د سویل خلکو په وروستیو ۴۰ کلونو کې یوه باراني میاشت تجربه کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۸, ۱۴۰۳)

یوې امریکایي ادارې راپور ورکړی، چې د افغانستان سویل په تېرو ۴۰ کلونو کې له درې‌وو څخه یو باراني اپریل تجربه کړی دي.

د دوشنبې پر ورځ د غویی اووه‌لسمه د قحطۍ له وخت مخکې خبرداري سيسټم ادارې په خپل راپور کې څرګنده کړې، چې د اپريل اورښتونه د هېواد په شمالي، شمال ختيځو او لویديځو سيمو کې د کرنې د ودې لامل شوي؛ خو سېلابونو شاوخوا لس زره جريبه کرنيزه ځمکه په ځانګړي توګه د هېواد په ختيځو او سویل ختيځو سيمې کې له منځه وړې ده.

د راپور له مخې؛ وروستیو اورښتونو په ټول هېواد کې د څړځایونو له وضعیت سره مرسته کړې او د باراني څپرکي له پای ته رسېدو سره تمه ده، چې د حاصلاتو د فصل له پیلېدو سره به خوراکي توکو او عایداتو ته د کورنیو لاس‌رسی ښه او د کرنې په سکټور کې کاري زمینه برابره شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له افغانستان سره پر ټوله پوله اغزن تار نه‌غځیږي – ایران

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۸, ۱۴۰۳)

یوه ایراني پوځي چارواکي ویلي، چې له افغانستان سره د ایران پر ټوله پوله اغزن تار نه‌غځوي، بلکې یوازې په زیانمنونکیو برخو کې به فزيکي خنډونه رامنځته کړي.

د ایران پوځ په ډاګه کړې، چې له څلور مټره کانکریټي دیوال، اغزن تار او کټارو سره د پولې د تړلو پلان به په درې کلونو کې پلي شي.

د ایسنا خبری آژانس د راپور له مخې؛ د ایران پولیسو مرستیال قومندان قاسم رضایي د ختیځو پولو د بندولو د پلان په اړه ویلي: په ځینو شمال لویدیځو او ختیځو سرحدونو کې د پولو له بلې خوا ګواښونه شته، چې مونږ ورسره مقابله کوو.

هغه زیاته کړې؛ د نشه‌یي توکو قاچاق، انساني قاچاق او ان د ترهګرو نفوذ له دې پولو څخه ترسره کېږي. له همدې کبله پرېیکړه شوې، چې دا سرحدونه په ښه توګه اداره او وڅارل شي.

د یو بل خبر له مخې؛ د ایران کورنیو چارو وزیر اعلان کړی، چې په تېر کال کې څه باندې یو میلیون او ۳۰۰ زره بهرني وګړي خپلو هېوادونو ته ستانه شوي دي.

احمد وحیدي زیاته کړې، چې غیر قانوني وګړي باید له ایران څخه ووځي او دغه هېواد نوي وګړي نه مني.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!