سیمه ییز خبرونه

د غزې ښار د نیولو لپاره د اسرائیلو بریدونه پیل شول

د اسرائیلو د پوځ یوه ویاند زیاته کړې، چې سرتېري یې د غزې ښار شاوخوا ته رسېدلي او د حماس د ځپلو لپاره عملیات روان دي. دا په داسې حال کې ده، چې ځینو پوځي سرچینو ویلي؛ د احتیاطي ځواکونه به تر سپتمبر پورې راونه‌غوښتل شي، ځکه منځګړو ته به د خبرو اترو لپاره وخت ورکړ شي.

Published

on

اسرائیلو ویلي، چې د غزې ښار د نیولو لپاره یې د پوځي عملیاتو لومړني پړاوونه پیل کړي او لسګونه زره احتیاطي سرتېري یې راغوښتي دي.

د اسرائیلو د پوځ یوه ویاند زیاته کړې، چې سرتېري یې د غزې ښار شاوخوا ته رسېدلي او د حماس د ځپلو لپاره عملیات روان دي. دا په داسې حال کې ده، چې ځینو پوځي سرچینو ویلي؛ د احتیاطي ځواکونه به تر سپتمبر پورې راونه‌غوښتل شي، ځکه منځګړو ته به د خبرو اترو لپاره وخت ورکړ شي.

د چارشنبې پر ورځ د حماس له ځواکونو سره له نښتو وروسته د نتنیاهو دفتر اعلان وکړ، چې د غزې ښار د نیولو بهیر به ګړندۍ شي. دا عملیات له نړیوالو نیوکو سره مخ شوي؛ ځکه احتمال لري، چې ډېر ملکي وګړي بې ځایه شي.

اسرائیل وايي، چې حماس سخت کمزوری شوی؛ خو اوس هم یو جدي ګواښ دی.

حماس په یوه خبرپاڼه کې نتنیاهو د اوربند د هوکړې د مخنیوي او د ملکي وګړو پر وړاندې د جګړې د دوام پر تور تورن کړی دی.

اسرائیل په دې وروستیو کې د غزې د نیولو لپاره د عملیاتو پراخولو پلان تصویب کړ او د کابینې ځینې ښي اړخي غړي یې د جګړې د دوام او حتا د سیمې د ضمیمه کولو غوښتنه کوي.

اوسنۍ جګړه د ۲۰۲۳ کال د اوکتوبر پر اوومه هغه وخت پیل شوه، چې د حماس ځواکونو پر اسرائیلو برید وکړ او ۱۲۰۰ کسان یې ووژل. له هغه وخت راپدېخوا د اسرائیلو په بریدونو کې له ۶۲ زره څخه ډېر فلسطینیان وژل شوي دي، چې ډېری یې ملکي وګړي دي.

 

حماس د ۶۰ ورځني اوربند له پلان سره هوکړه کړې، چې په کې د ځینو اسرائیلي بندیانو او فلسطیني بندیانو خوشې کول رانغاړي؛ خو اسرائیل غواړي د ټولو پاتې بندیانو خوشې کيول غواړي.

اسرائیلي سرچینې وايي، چې شاوخوا ۲۰ اسرائیلي بندیان اوس هم ژوندي دي.

Trending

Exit mobile version