تازه خبرونه

د غور ولایتي شورا غړی له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۵, ۱۳۹۹)

د ملي امنیت سرچینو څرګنده کړې، چې د پنجشنبې پر سهار د غور ولایتي شورا غړی عزت الله بیګ د ملي امنیت له منسوبینو سره په یوه نښته کې وژل شوی دی.

د ملي امنیت عمومي ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ نښته هغه وخت رامنځته شوه، چې د ملي امنیت کارمندانو د عزت الله بیګ د نیولو هڅه وکړه.

ملي امنیت څرګنده کړې: امنیتي مسوولینو هڅه وکړه، چې د ولایتي شورا د مرستیال عبدالرحمن عطشان او د سیمه ییز خبریال بسم الله عادل ایماق د ترور پر تور عزت الله بیګ ونیسي؛ خو هغه د دې پر ځای، چې تسلیم شي پر امنیتي ځواکونو یې ډزې وکړې او په نښته کې ووژل شو.   

له دې مخکې د غور د پولیسو قومندانۍ امنیت آمر نیک محمد نیکزاد ویلي وه، چې د دې ولایت د ولایتي شورا دا غړی دا مهال د ملي امنیت په بند کې دی.

 دغه راز نیک محمد نیکزاد ویلي وه، چې د غور ولایتي شورا د غړي عزت الله بیګ د ساتونکیو او د ملي امنیت د منسوبینو ترمنځ په نښته کې د ملي امنیت یو کارمند وژل شوی او د بیګ دوه ساتونکي ټپیان دي.

د غور ولایت اوسیدونکيو ويلي، چې د فیروز کوه ښار پوځي حالت خپل کړی او د عزت الله بیګ خپلوانو پورې اړوند وسلوال ښار ته رادننه شوي دي.

د غور ولایتي شورا مشر فضل الحق احسان هم د پېښې پخلی کوي؛ خو وایي، چې اوس وضعیت عادي حالت ته راګرزېدلی دی.

Trending

Exit mobile version