سیمه ییز خبرونه
د غور ولایت د چارصدي ولسوالي دولتي ځواکونو بېرته ونیوله
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د غور ولایت امنه قوماندان احمد فهیم قایم، چې اوس په چارصده ولسوالۍ کې دی وایي، طالبانو ته د سر درانده زیانونه رسیدلي دي.
نوموړی په دې برید کې د ځلور پولیسو له وژل کیدو هم خبر ورکوي.
هفه وايي، چارصده د مرستندویو سرتېرو په لیږلو د طالبانو له منگلو پاکه شوه.
د دوی په وینا، د طالبانو تر څنگد دوی بهرنیو ملاتړو هم په دې نښته کې برخه اخیستې وه.
ښاغلی قایم زیاتوي، چې به دې جگړه کې ولسي وگړیو ته هم مرگ و ژوبله اوښتې ده.
د چارصدې ولسوالي د چارشنبې په ورځ(د چنگاښ۱۸) د طالبانو تر ولکې لاندې راغلې وه.