تازه خبرونه
د غیرقانوني بهرنیانو د ایستلو لپاره دوه پړاوونه په پام کې نیول شوي – د پاکستان کورنیو چارو وزیر
د یکشنبې پر ورځ د کډوالو د ایستلو د وروستۍ نېټې د نږدې کېدو په درشل کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګتي څرګنده کړې، چې له پاکستان څخه د غیر قانوني مهاجرو ایستل په دوه پړاوونو کې ترسره کیږي.
له جيو نيوز سره په مرکه کې بګتي ویلي؛ په لومړي پړاو کې د هغو غير قانوني بهرنيانو شړل شامل دي، چې اسناد نهلري او ځانونه يې د پاکستانيو اتباعو په توګه پر جعلي اسنادو معرفي کړي دي.
په بل پړاو کې به هغه کسان شامل وي، چې د نوملیکنې (POR) کارت او افغان تابعیت یې د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې سره راجستر شوی وي.
د روانې میاشتې په پیل کې پاکستان ټولو غیرقانوني مهاجرینو ته په ځانګړي توګه یو اعشاریه دري اویا میلیون افغان وګړیو ته له پاکستان څخه د وتلو امر وکړ.
هغه زیاته کړې، ټول [غیرقانوني بهرنیان] باید بېرته ولاړ شي.
بګتي دا هم ویلي، چې د پنجشنبې او جمعې تر منځ له ۱۵ زره څخه تر ۲۰ زره پورې غیر قانوني بهرنیان پخپله خوښه له پاکستان څخه وتلي دي.
په پاکستان کې د بهرنیانو د ټولشمېر په اړه هغه ټینګار وکړ، چې په پاکستان کې د غیرقانوني بهرنیانو او او هغو افرادو په ګډون، چې د کډوالۍ سند لري؛ له ۳ میلیون ډېر کسان اوسیږي.
هغه وایي؛ جغرافيایي نقشه [د غیرقانوني بهرنیانو د موندلو لپاره] بشپړه شوې ده. حکومت به بهرنیان په هر ځای کې، چې وي پر نښه کړي.
سرفراز بګتي ټینګار کړی، چې دا پرېکړه یوازې افغانانو ته ځانګړې شوې نهده.
هغه ويلي: هو! عمليات روان دي. مونږ د نیولو ځایونه جوړ کړي؛ دغو مرکزونو ته ناقانونه بهرنیان لېږدوو او تر څارنې لاندې نیسو.
هغه زیاته کړې: چارواکو ته سپارښتنه شوې، چې د ښځو، ماشومانو او لویانو سره په ډېر درناوي چلند وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د سپین بولدک له لارې هېواد ته راشړل شويو افغان کډوالو ویلي؛ د پاکستان حکومت او پولیسو د دوی ټولې شتمنۍ ترې اخیستي او په ډېر بد وضيعت يې ايستلي دي.