سیمه ییز خبرونه
د فارياب د بلچراغ ولسوالۍ جنايې امر او څارنوال ووژل شول
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د بلچراغ ولسوال حيات الله وويل، چاودنه نن سهار اته بجې د جنايې امر او نورو سيمه ييزو چارواکو د موټر مخې ته وشوه.
په چاودنه كې د بلچراغ ولسوالۍ جنايي امر سمونوال محمد ظاهر له خپل موټر چلوونکي او د استيناف څارنوال وژل شوي دي.
له نشه يي توکو سره د مبارزې امر نجيب الله او د بلچراغ ولسوالۍ د روغتيايي چارو مسوول داکتر محمد يوسف له نورو درې کسانو سره ټپي شوي دي.
د بلچراغ ولسوال فقيريار چاودنه د سيمه ييزو غير مسوول قوموندانانو كار بولي.
فقيريار ادعا کوي، چې دغه قوماندانان تېره ورځ ده ته راغلل او ناقانونه غوښتنې يې درلودې؛ خو، چې غوښتنې يې ونه منل شوې يادې دوه ناوړه کړنې يې ترسره کړې.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده، چې بلچراغ څه درې مياشتې مخكې د سولې او امن ولسوالي و نومول شوه.