سیمه ییز خبرونه

د فارياب و مزار سړك به د وسلوالو طالبانو له شتون خوندي وساتل شي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د فارياب امنيتي چارواكي وايي، چې:

له دې وروسته به  د دغه ولايت د دولت آباد ولسوالۍ  د ځنگله په سيمه كې د ميمني او مزار شريف سړك د وسلوالو طالبانو له حضور څخه پاك وساتل شي.

د شمال د ۲۰۹ شاهين قول اردو كوماندان جنرال زلمى ويسا وايي:

له دې وړاندې به وسلوالو ډلو دغه لار تړله او يو شمېر مسافر به يې له ځان سره يوړل او يو شمېر به يې ووژل. اوس امنيت ډاډمن شوى، خو تدابير مو بايد پراخ شي.

د فارياب امنيه كوماندان جنرال نبي جان ملا خيل پر دغه سړك د امنيتي ځواكونو د پوستو او گزمو له زياتوالي خبر وركوي.

په سيمه كې د عامه نظم د شپږمې لوا افسر نصرت الله ، چې له خپلو سرتېرو سره د دغې سيمې د امنيت ساتلو په موخه  دنده تر سره كوي وايي، چې:

په هر ډول حالاتو كې به د دغه سړك امنيت وساتل شي، چې خلك ډاډمن او هوسا پر دغه سړك تگ راتگ وكړي.

په فارياب كې د لويو لارو د ساتونكيو پوليسو نه شتون اصلي ستونزه بلل كيږي.

ويل كيږي، چې  كه په دغه ولايت كې د لويو لارو د ساتونكيو پوليسو ځواك پياوړى نه شي؛ نو ترهغې به دا ستونزې دوام لري.

د فارياب ولايت د دولت آباد ولسوالۍ د ځنگله په سيمه كې د ميمنې او مزارشريف تر منځ غزيدلى سړك يو له هغو سړكونو څخه دى، چې ډېر وخت په دغه لار تلونكې مسافر د وسلوالو طالبانو له تلاشيو او انديښنو سره مخ كيږي

Trending

Exit mobile version