سیمه ییز خبرونه

د فراه ولايت په ډله ييزو ځانمرگي بريدونو كې ۱۵۰ تنو ته مرگ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: )

د استيناف محکمې پر ودانۍ په ډله ييز بريد کې د ۹ بريدكوونكيو په گډون ۵۰ كسان  وژل شوي او څه ناڅه سل نور ټپيان دي.

ټاکل شوې وه، چې  د وسله والو طالبانو اړوند ۱۳ کسان په همدې ورځ په محکمه کې محاکمه شي.

نهه بريد کوونکيو د چارشنبې په سهار(د وري۱۴) نهه بجې د پوليسو په يونيفورم كې د فراه ولايت استيناف محكمې او ځينو نورو دولتي ودانيو ته ننوتل.

د فراه امنيه قوماندان مل پاسوال اقانور کينتوز ويلي، چې:

بريد كوونكيو لومړى خپل يو رنجر موتر ته چاودنه وركړه او بيا د استناف محكمې ودانۍ ته ننوتل، چې له امنيتي ځواكونو سره يې نښته د ماښام تر ۶ بجو روانه وه.

ويل كيږي، چې د شينډنډ كماندو ځواكونه د نښتې د پاى ته رسولو په موخه دې ولايت ته ليږل شوي او د فراه ښار ټوله ورځ تړل شوى و.

په دې سيمه کې د ښاروالۍ تر څنگ د څارنوالۍ، ښځو چارو رياست،  مخابراتو او جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې امريت  ودانۍ موقعيت لري او د ولايت د مقام ودانۍ يې هم په څو سوه مترۍ کې ده.

د فراه ولايت د عامه روغتون رييس عبدالجبار شايق وايي:

په دې بريد كې له سل ډېر كسان ټپيان شوي، چې ټولو ته مو لاسرسى موندلى دى.

وسله والو طالبانو د بريد مسووليت په غاړه اخيستى او وايي، چې شل قاضيان او څارنوالان وژل شوي دي.

تر دې دمه د هغو ۱۳ طالبانو په اړه معلوات نشته، چې د اټكل له مخې په دې محكمه كې محاكمه كيدل.

د فراه ولايت اوسيدونكيو حكومت د دغو خونړيو بريدونو په مخنيوي كې پاتې راغلى بولي او وايي، چې دا هر څه د بې پروايۍ له مخې رامنځته كيږي.

په كابل كې د ملي امنيت مسوولينو په روانه اوونۍ كې ويلي ول، چې وسلوال مخالفين به كوښښ كوي، چې د خپلو بريدونو پېنځه اتيا فيصده په پلازمېنه كابل متمركز كړي.

فراه ولايت يو له هغو ولايتونو څخه دى، چې له ناامنۍ برخمن شوى؛ خو په تېرو دوه كلونو كې دا لومړى ستر بريد و، چې په كې تر سره شو.

Trending

Exit mobile version